
د طالبانو او حکومت تخنيکي ټيمونه نن يو ځل بيا د بنديانو خلاصون په اړه ويډيويي کنفرانس لري
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې، چې نن يو ځل بیا د طالبانو د بنديانو کميسيون تخنيکي ټيم د کابل حکومت له استازو سره د بنديانو د خلاصون په تخنيکي چارو ويډيويي کنفرانس وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، دا ناسته به د دوحې پر وخت غرمه ۱۲:۳۰ بجې د امريکا، سره صليب او د قطر حکومت په منځګړيتوب ترسره کيږي.
(1/2)
ټاکل شوې سبا د دوحې پر وخت دولس نیمې بجې یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي امارت د بندیانو د خلاصون تخنیکي ټیم، د سره صلیب، امریکا، قطر او کابل ادارې د بندیانو تخنیکي ټیم ګډ ویډیويي کانفرانس وکړي،— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) March 24, 2020
ښاغلي شاهين زياته کړې، د دې ويډيويي کنفرانس موخه دا ده، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس د پنځو زرو طالب بنديانو او زر حکومتي بنديانو د خلاصون لپاره زمينه برابره شي.
وړمه ورځ هم د امريکا او قطر په منځګړيتوب د طالبانو د بنديانو کميسيون تخنيکي ټيم او د کابل حکومت د استازو ترمنځ د بنديانو د خلاصون په اړه لومړنی ويډيويي کنفرانس شوی و.
له دغه ويډيويي کنفرانس وروسته د کابل حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب او يو شمېر نورو چارواکو ويلي وو، له طالبانو سره يې د بنديانو د خلاصون سربېره د جګړې شدت کمولو، مخامخ مذاکراتو او اوربند په اړه هم خبرې کړي دي.
خو د طالبانو د قطر دفتر وياند ويلي، د کابل حکومت له استازو سره يې يوازې د بنديانو د خلاصون په تخنيکي چارو خبرې کړي او زياته کړې يې وه، چې په نورو مسائلو به په بین الافغاني خبرو کې بحث وشي.
نن ټکی اسیا ته د طالبانو د سیاسي دفتر د بندیانو د خلاصون کمیټې یوه غړي چې په غونډه کې يې ګډون درلود، وویل، د طالبانو له لوري د نورو هر ډول موضوعاتو په اړه له بحث څخه معذرت وغوښتل شو او ټینګار وشو چې دغه ویډیويي کانفرانس یوازې د بندیانو د خلاصون په اړه دی، د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون وروسته به له ژمنې سره سم ټول شموله بین الافغاني مذاکرات پيليږي چې د کابل اداره به هم د نورو سياسي لوريو په څېر د یوه جهت په توګه په کې ګډون وکړي.