
کابل ښار کې درمسال ته وسله وال ننوتلي او د ډزو اوازونه اورېدل کيږي
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار په لومړۍ حوزه شوربازار سيمه کې نامعلومه وسله وال درمسال ته ننوتي او هلته له عسکرو سره په نښته بوخت دي.
د کورنیو چارو وزارت د وياند مرستياله مروه اميني رسنيو ته ويلي، د چټک غبرګون ځانګړي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د نښتې د پای ته رسېدو لپاره يې عمليات روان کړي دي.
تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي او نه هم د برید مسؤوليت چا منلی دی.
له تېرو ۱۹ کلونو راهيسې په افغانستان کې د اهل هنود درمسالونه له هر ډول بریدونو خوندي وو، خو دا لومړی ځل دی، چې داسې مرموز برید کيږي.