
سامسنګ د ایم سیریز پیاوړې بیترۍ لرونکی نوی ځیرک موبایل وړاندې کړ
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): د سویلي کوریا مشهور شرکت سامسنګ د ایم سیریز په لړ کې نوی ځیرک موبایل وړاندې کړی چې پیاوړې بیترۍ لري.
د سامسنګ ایم سیریز ځیرک موبایلونه د پياوړې بیترۍ، سیستم، کامرې او په کمې بیې لرلو سره د خلکو ترمنځ منلي شوي دي.
تېره میاشت سامسنک د ایم سیریز (M-31) موبایل وړاندې کړی و چې اوس یې ګلیکسي (M-21) وړاندې کړ، ددې موبایلونو ترمنځ توپیر په کامره کې دی چې تېر ایم ۳۱ موبایل په دې اړه غوره و.
د ګلیکسي ایم ۲۱ موبایل ۶.۴ انچه بشپړ ایچ ډي پلس ایس امولیډ ډیسپلی لري، چې په کې د سامسنګ خپل ایکسینوس ۹۶۱۱ پیاوړی پراسیسر ځای پر ځای شوی دی.
ایم ۲۱ موبایل د ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظې، د ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې سره وړاندې شوی چې حافظه یې په میموري کارت سره زیاتېدلی شي.
ددې موبایل غوره ځانګړتیا ددې پياوړې بیترۍ ده چې ۶۰۰۰ ملي امپیره ده، کوم چې د ۱۵ واټه چټک چارجولو وړتیا هم لري.
ایم ۲۱ موبایل کې شاخواته درې کامرې ورکړل شوي، منځنۍ یې ۴۸ میګاپيکسله، دویمه یې ۸ میګا پېکسله چې اضافي پراختیا لري او دریمه یې ۵ میګا پېکسله ده چې د عکس په پاکولو او دقیق کولو کې مرسته کوي. دغه راز د سیلفي کامره یې ۲۰ میګا پېکلسله ده.
سامسنګ شرکت تېر ۲۰۱۹م کال د ۶۰۰۰ ملي امپیره بیترۍ په اړه ویلي وو چې پر دې کاروونکی کولی شي تر ۲۸ ساعتونو پرلپسې ویدیوګانې وګوري او تر ۱۳۰ ساعتونو غږیز فایلونه اوریدلی شئ.
دا موبایل به لومړی په هند کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي، چې د ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظې بیه یې ۱۷۵ امریکایي ډالره ده، مګر د ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه لرونکي موبایل بیه د شرکت لخوا نه ده اعلان شوې.