افغانستانسولې اړوند خبرونه

جرمني په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر کموي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): د جرمني هیواد غواړي افغانستان کې د خپلو مېشتو ځواکونو د شمېر په کمولو پیل وکړي.

د جرمني خبري اژانس د راپور سره سم، دا هیواد دمګړی په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتېري لري او غواړي د ۱۸ سلنه سرتېرو په کمښت سره د افغان دولتي ځواکونو د روزنې ماموریت روان وساتي.

جرمني وروسته له هغه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل کوي، چې په تېره فبروري میاشت کې د جرمني او لسګونو نورو هیوادونو د استازو په حضور کې طالبانو او امریکا د سولې تړون لاسلیک کړ.

د لاسلیک شوي تړون له مخې به د څوارلس میاشتو دننه امریکا خپل او د ناټو په چوکاټ کې ورسره راغلو متحدینو عسکر او استخباراتي کارکوونکي له افغانستانه باسي.

د جرمني سره هم مهاله برتانیا او امریکا هم د خپلو عسکرو په ویستلو پیل کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره په تازه لیدنه کې نوموړي ته ډاډ ورکړی وو، چې له توافقنامې سره سم به امریکایي ځواکونه افغانستان پرېږدي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

چی باداره امریکه یی کموی دوی به یی خود کموی .
اروپایی چغالان ټوله د امریکی تر قوماندی لاندی دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close