افغانستانروغتیا

عامې روغتیا وزارت: هرات کې د کرونا له کبله دویم ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي هرات ولایت کې د کرونا ویروس له کبله دویم ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سه شنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا ویروس ۳۲ تازه مثبتو پېښو خبر ورکړی و چې په دې سره د ټولو اخته کسانو شمېره ۷۴ تنو ته پورته شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وایي، هرات کې یوه ۴۵ کلنه میرمن چې پر کرونا ویروس اخته شوې وه، د یادې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ددغه وزارت په وینا، له دغې پېښې سره د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۲ تنو ته ورسېده، له دې وړاندې په بلخ ولایت کې یو کس وژل شوی و.

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هم ویلي چې دې هېواد کې ۴ بهرني پوځیان پر کورونا ویروس اخته شوي دي، دغه راز دوه بهرني دپلوماتان هم پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، که هرات ولایت کې ګرځ بندیز عملي نه شي ممکن پر کرونا ناروغۍ ملیونونه کسان اخته او د زرګونو کسانو ژوند واخلي.

هېواد کې د کرونا پېښو زیاتېدو له مخې ننګرهار او پلخمري کې مارکیټونه، پارکونه او عامه ځایونه تړل شوي دي.

ددې سربېره د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په وينا افغانستان د کورونا وېروس د خپرېدو له پلوه د نورو هېوادونو پرتله په ښه وضعيت کې دی او له دغه فرصت څخه د کورونا ویروس د مخنيوي لپاره بايد ګټه واخيستل شي.

تېره ورځ د سعودي رسنیو خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د کرونا له کبله لومړی کس وژل شوی دی، دغه کس یو افغان و چې په سعودي کې میشت و.

ددې سربېره د راپورونو له مخې ایران کې هم تر دې دمه ۱۶ افغان کډوالو د کرونا ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close