شعـــــرونه

غــــــزل/محمد مهاجر

دستړي ژوندون ستړي ارمانونه راسره دي

يو څه خواږه قندونه څه دردونه راسره دي

‌يوه غم دژوندون نيمه حِصه کړله راختمه

دچا د وچو شونډو فريادونه راسره دي

زمادژوندڅادر هم دغمو په خامک جوړدی

هروخت يي په ګریوان په جنګ لاسونه راسره دي

های کاش دماشوم والي ژوندون چيرته خرڅیدلای

زما دماشوم والي څه يادونه راسره دي

راځه اې مرورې  ازادۍ  بس راپخلا شه

وه تاته دي ډالۍ وي څه ګلونه راسره دي

هم هغه د خپل کلي ماځيګرڅومره ډيرخوږ وو

دفکرحافظه کي انځورونه  راسره دي

دګلو په باغچه کې داغزو بوټي ښه نه وي

ګلونه به بدرنګ کړي مثالونه راسره دي

مُحَمَّدٌ مهاجِر دې د راتلوپه تمه ناست يم

بس یاره دليدو دي ارمانونه راسره دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x