افغانستان

سکاټ ميلر: له کرونا سره د مبارزې لپاره بايد طالبان د جګړې شدت کم کړي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر ويلي، کرونا ويروس يو خطرناک دښمن دی او له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره بايد طالبان د جګړې شدت نور هم کړي.

جنرال ميلر زياته کړې، چې له کرنا ويروس سره په عادي حالت کې هم مبارزه سخته ده او د جګړې په حالت کې دا وضعيت نور بې کنټروله کيږي.

نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د کرونا پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي او له جګړو لاس واخلي؛ ځکه چې دې ويروس ټوله نړۍ اغېزمنه کړې ده.

امریکايي جنرال ويلي، که طالبان خپلو بریدونو او جګړو ته دوام ورکړي، دوی به د افغان عسکرو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، د عبدالله او اشرف غني اختلافات د امريکا د ملي ګټو لپاره مستقيما ګواښ دی او پر افغانستان يې د يوه ميليارد مرستو بندولو پرېکړه هم کړې ده.

طالبانو تر اوسه د جګړو درولو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره اونۍ يې په خپله رسمي اعلاميه کې ويلي و، چې د خپل واک لاندې سيمو کې له ټولو روغتيايي مؤسسو سره همکارۍ ته حاضر دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

دوی د یو فرصت او یو اندازه وقت په لته کی دیر دی؟ فقط دومره وایم چی دیر احتیاط په کار دی!! دا ویروس دمره هم نه ده خطرناکه سومره تاویل چی دا خلگ زنئ راباسئ، خو که فرضً طالبان داسئ وکری سنگه چی د دوی خوشه او غوارئ، زما شخصً دا برداش دی چئ (ط) به دیر سخت ضرر وکی، که داسئ اوسئ هم نو بیا شاید دالله(ج) یو حکمت په کی پروت وی.

غلام سخی بکواهی

ده کرونا وایروس زندانیانوته لو خطر دی او اسیران باید بیله قید او شرط ازاد سی اوربند به له اسیرانو له ازادی وروسته کیژی انشاالله صلح خبری به شروع کیژی تلپاتی صلح به رازی او وطن به ازادیژی

دا چی تاسی اوبند غواراست اسیران نه ازادوی صلح غواری تر چوکی نه تیریژی دا بل کل ناممکنه کار دی

غمی.پښتین

جوړ تازه. مجروح صاحب ته، ایټالیا خلکو عینا د ستا په شان کرونا ویروس خطر ناکه نه شمیره.او فعلا په کورونو کی د خلکو جسدونه پراته دی او د خښیدلو یی څوک نشته. د بعضی کلیو هدیری ډکی شوی ،اوس یی ملټری د نورو کلیو هدیرو ته جسدونه وړی. الله ج د ونه کړی،که افغانستان کابل کی کرونا خواره شوه ډیر تلفات به ولری. اروپا کی یعنی پولینډ کی یی ۲۰ کلن.۳۶ کلن او تر ۹۰ کلنو پوری خلک وژلی ایټالیا کی له ۷ کلنو څخه نیولی تر ۹۰ کلنو پوری خلک وژلی دی. ایټالیا هسپانیه کی هره ورځ له… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو دمخه به دا ووایم چه دجال راوتی او دجالی سیستم ( نظم نوین جهانی ) په ټوله نړی کی پلی شوی نظامی او استخباراتی بیس یی په امریکا کی یعنی ترمپ ، پمبیو ، میلر او داسی نور د هغه دجالی نظام او قوماندی لاندی کار کوی او غلامه اداره بیا د ترمپ پمیپیو ،میلر او ناتو د قوماندی لاندی دی زه د ادی مزردوه او ادی د کلی مزدوره دوهم: مخکی له دی چه غنی او میلر د اوربند او اورکم هیله کوی، بنځه زره بندیان ولی نه خوشی کوی ؟ په هیواد کی تر دیرش زرو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close