افغانستان

«عسکرو لسګونه عام وګړي د طالبانو په نامه بندیان کړي»

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان په جنوبي ولایت «کندهار» کې دولتي عسکرو د عملیاتو په لړ کې دېرش تنه عام وګړي د طالبانو په نامه بندیان او له ځانه سره وړي.

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قوماندان «حمیدالله اتل» ازادي رادیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د سې شنبې په شپه ناوخته د بولدک ولسوالۍ په «بیدک» سیمه کې عملیات کړي او دېرش تنه طالبان یې له موټرسیکلونو او وسلو سره یو ځای نیولي.

بل لور ته ځايي سرچیني وايي، حکومت په بولدک ولسوالۍ کې د ملکي خلګو پر کورونو چاپه وهلې، دېرش تنه ملکي وګړي یې د طالبانو په نامه له ځانه سره وړي او یو ملکي وګړی یې وژلی.

د سرچینو په خبره، عسکرو د چاپې په وخت کې د خلګو له کورونو قیمتي شیان هم لوټلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close