افغانستان

اسراییلو کې د کاناډا پخوانۍ سفیره افغانستان کې د «یوناما» مشره ټاکل شوې

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د جاپاني «تدامیچي یاماموتو» د ماموریت له پای ته رسېدلو وروسته ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولۍ لپاره « دیبورا لیونز» ټاکلې.

اغلې لیونز، چې په ډيپلوماسي کې ۲۱ کلنه تجربه لري، تر دې وړاندې په اسراییلو کې د کاناډا سفیره وه ، بیا په واشنګڼ کې د سفیر مرستیاله او تر هغه وروسته د څه مودې لپاره په افغانستان کې  د کاناډا استازې هم پاتې شوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې لیونز په ډيپلوماسي، نړیوالو سیاسي چارو او اقتصادي پراختیا کې لسګونه کاله کاري تجربه لري او په کاناډا کې یې په مهمو پوسټونو کار کړی.

یاده دې وي، چې تر لیونز وړاندې تدامیچي یاماموتو په افغانستان کې د یوناما مشر وو، چې څو ورځې وړاندې یې د خپل مسئولیت پنځه کاله بشپړ کړل او افغانستان یې پرېښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x