افغانستان

هلمند: د سرک غاړې ماين چاودنې اته ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د سرک غاړې ماين چاودنې اته ملګي وګړي وژلي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې نن سهار شاوخوا لس بجې ددې ولايت د موسی کلا ولسوالۍ د روشن ټاور په سيمه کې دغه چاودنه رامنځته شوه او اته تنه ملکي وګړي په کې ووژل شول.

ځواک وويل چې د پيښې سيمه د طالبانو تر واک لاندې ساحه ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار لومړۍ امنيتي حوزې اړوند په شور بازار سيمه کې هم د اهل هنودو درمسال ته وسله وال ورننوتي وو چې په نتيجه کې یې يوولس تنه ووژل شول او تر لسو ډېر ټپيان شول.

د کابل په بريد کې طالبانو لاس درلودل رد کړي دي خو د هلمند د سرک د غاړې ماين چاودنې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close