ادبي لیکني

رشوت خور«لنډه کيسه»

 عزیز ودان

سره پوزه یې پۀ نستوڼي ورپاکه کړه، پۀ ګوړګوتیو ويښتو یې د واورې بڅرکي پراتۀ و، سرې سترګې یې راواړولې، هیڅ یې ونه ويل.

واورې پۀ فضا کې څرخک خوړ، بازار کې ځای ـ ځای خلک ګرځېدل غټ ـ غټ کوټونه یې اغوستي ول.

ماشومې غږ کړ:

ـ پالیش پالیش!! پینځۀ روپۍ!

د شیرین اکا د هوټل لۀ بام څخه تور دود پورته کېدۀ.

د ماشومې مخې ته وړوکی د رنګ بوتل ایښی و، پۀ وړو لاسونو یې تور خاپي لۀ ورایه معلومېدل. ترې ومې پوښتل:

ـ چای څښې؟

وچې شونډې يې وخوځېدې، لۀ خولې یې سپین تاو وخوت؛

ـ هو!

***

شیرین اکا غږ کړ؛

ـ شهباز وستاد دی!! نن لکه چې سوارلي نه د پیدا شوې, ځکه خو دې زمونږ خواته راپېښه کړه.

ومې خندل؛

ـ شیرین اکا! تا ریښتیا وویل، کله چې د اسمان تندی یخ او د ځمکې لمنه سپینه وي، کلیوال د لاندي پۀ غوښو ځانونه ګرم ساتي؛ ښار ته نۀ ځي.

شرین اکا پۀ لغړ تندي ګوتې ورتېرې کړې.

ـ زوروره! مونږ به یې هم پۀ شنو چایو ګرم کړو.

جوړه خندا پۀ هوټل کې پورته شوه.

شیرین اکا وړه چاینکه له سموات څخه ډکه کړه، غږ یې کړ:

ـ جاویده! شهباز استاد ته چای کیږده!!

له مقابل لوري څخه نری غږ راغی

ـ سمده.. اکا دا دی راغلم.

***

پیدا شوه! . شنې سترګې یې پۀ ماشومې کې خښې کړې. بیا یې ماته وکتل پۀ حیرانۍ یې وپوښتل:

-شهباز استاده! پۀ دې ماشومې پسې خو زه ډېر وګرځېدم، ټول بازار مې پسې لټ ـ لټ کړ چېرته وه؟ غوښتل مې دلته یې راولم چې ګرمه شي، د باندې واورې سپولي واروي.

یوه شېبه غلی وم، بیا مې ورغبرګه کړه!

ـ ته دا ماشومه پېژنې؟

ـ هو پېژنم یې!

پۀ ذهن کې څۀ راوګرځېدل، د چای پیال مې ورواخیسته، جاوید د وړې ماشومې یخ وهلې پوزه ورپاکوله

ومې پوښتل:

ـ ته خو عسکر وې، تیره جمعه دې شنه وردي پر تن وه، اوس د شیرین اکا هوټل کې د چای پیالې ښکته پورته کوې.

ترخه موسکا یې وکړه، بیا یې د کیک وړه ټوټه ماشومې ته ونیوله، وې ویل:

ـ لوی داستان دی!

د هوټل له خلاصۍ کړکۍ مې د باندې وکتل، واورې د دکانونو بامونه سپین پوښلي و، ومې ویل:

ـ داستان به راواوروې! داسې ورځ بیا نۀ پیدا کیږي. هوټل کې بغیر لۀ مونږ څوک نشته چې خدمت یې وکړې. شیرین اکا د ازادۍ رادیو خبرونو ته غوږی ایښی، د هوا حالت معلوموي، پیسې ګران شی دی.

وې خندل، شنې سترګې یې وځلېدې:

ـ استاده! تا نه زه یوه خبره هم پټه نه ساتم، خو…

ـ خو څۀ؟

ـ خو دا راز به ساتې ، باوره درباندې لرم.

ومې خندل:

ـ چې باور لرې؛ د راز ساتنې جمله سمه نۀ ده، یوازې باور ” بسنه کوي ” .

جاوید وموسل:

ـ تاسره نو نۀ کیږي. بیا یې د ماشومې پر سور بغوري لاس ورتېر کړ، وې ویل:

ـ  یوه ورځ ولسوال عجل وروغوښتلم، پۀ پیړو برېتونو کې یې ګوتې تېره کړې، پۀ کاوړ ( غوسه ناک) غږ یې وویل:

ـ جاویده!! دا جلب عاجل واخله دا بدبخته لاس تړلی تر ما راوله!

سر مې د هو پۀ توګه وخوزاو.

کله چې لۀ دراوزې راوتلم پۀ دوو ښځو مې سترګې ولګېدې چې ( یوه زړه، بله یې ځوانه وه) وړې ماشومې د ځوانې ښځې لمن ټینګه نیولې وه ټولو . سلګۍ وهلې

جاوید ماشومې ته وکتل .

د ماشومې شونډې وخوځېدې :

کله مې چې نیا او ادې ژاړي لۀ سترګو یې دغسې اوبه راونې وي.

د هوټل هنداره خولې وه ،د اوبو لیکې پرې ښکته تېرې شوې وې.

جاوید سوړ اسویلی وکړ:

ـ استاده! ښځې مې له خبرو وپېژندې، د ولسوال د وفادار ساتونکي سردار مور او ښځه وه. مور یې چغې وهلې، انصاف یې غوښت، ویل یې:

خاوند مې د روسانو وخت کې لۀ دې وطن ځان قربان کړ، یو زوی مې راپاتې شو، پۀ همدې ولسوالۍ کې یې وظیفه کوله، هغه هم له وطن څخه ځان قربان کړ. دغه وړه ماشومه ترې راپاتې ده. ترۀ یې تیره ورځ پۀ کور راواوښت، تاسې ته مې شکایت وکړ ، چا غوږ هم ونه وګراو، مجبور شو ډک کور او کرلې ځمکه پریږدو د عزت ساتنې لپاره. دلته مو د ولسوالۍ نه لاندې خیمه وهلې، لۀ ولږې دې مړۀ شو، خو عزت مو دې خوندي وي.

شیرین کاکا غږ کړ،

ـ دا ماشومه د سموات خواته راوليږئ! دا ځای ګرم دی، تاسې خپله مرکه کوئ!!

ماشومه ورپورته شوه، پاینڅه یې تر زنګون شلیدلې

وه.

***

ولسوال ولاړ وچ سړي ته چې لاسو کې یې زولنې پرتې وې، ښکته پورته وکتل، یو څو قدمه ورمخته شوه سترګې یې رډې کړې، پۀ کاوړ یې وویل:

ـ ما پېژنې؟! ما ډېر بې لارې سم کړي، ستا غوندې څروي ته زما چپ لاس بسنه کوي.

د ولاړ سړي بدن ریږدېدۀ پۀ لړزانده غږ یې وویل:

ـ ولسوال صیب ما څۀ کړي؟!

ـ تا لوی جرم کړی باید مجازات شې.لۀ ګریوان څخه یې کش کړ مخامخ کوټې ته یې دننه کړ، دروازه یې ځان پسې بنده کړه.

یوه شېبه خاموشي وه، له کړکۍ څخه راوتلې د ګروپ ژیړې رڼا ته د دوه کسانو سیوري معلومېدل؛ یو بل ته نږدې ولاړ و، اخوا دیخوا مې وکتل څوک نۀ معلومېدل، د کړکۍ خواته نږدې ورغلم د ولسوال غږ مې واورېد! اه! د بدن ویښتۀ مې زیږه شول هیڅ باور مې نۀ راته چې زه دې پۀ ویښه یم!

ولسوال پۀ ټیټ غږ وویل:

ـ بدبخته!! ستا د ترۀ زوی و، او زما وفا دار ساتونکی، تۀ خو پوهېږې د پیسو د ټینګې نۀ یم، پۀ لس لکه افغانيو دې راباندې وواژۀ، ځان سره مې د یو ضروري کار پۀ بهانه نېمه شپه روان کړ، دوه پۀ دوه لاړو، د سپینې کلا تر مخه مې دوه ډزه سر ته وویست، ولسوالۍ کې مې اوازه ګډه کړه: چې

وسلوالو سره مو نښته وشوه، دا بیچاره ولګېد. پوهېږم تۀ دا هر څۀ د میراث لپاره کوې، ورور دې د روسانو یرغل پر مهال شهید شو، یو زوی یې درلود، هغه دې هم ونه شو زغملی.

وچ سړي ولسوال ته کتل،

لاس پورته شوه، درب شو، د وچ سړي له سر څخه پکول ولوېد،

ولسوال چغه کړه:

خو نن تا غټ جنایت کړی، پۀ کور یې وراخوتی یې، عزت ته دې لاس وراچولی، د سردار ځوانه ښځه او زړه مور پۀ سلګیو راغلي وو.

تا جرم کړی، تۀ باید مجازات شې.

وچ سیوری غټ سیوري ته ورنږدې شو، لکه لۀ زنې

یې چې نیولی وي .

ـ څو غواړې؟ دوه لکه بس دي؟!

ولسوال، ټیټ شو، اخوا دیخوا یې وکتل

ـ تۀ څۀ وایې پۀ رشوت به دې خلاص کړم؟ نه! تۀ باید مجازات شې.

ـ درې لکه بس دي!؟

ولسوال اخوا دیخوا وکتل وې وټوخل،

ـ  څلور لکه!

لۀ پښو څخه مې ځمکه وتښتېده، ولسوال ته مې وینه پۀ جوش راغله:

ـ خوني، رشوت خوره!

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Tooba Jan

ډیره په زړه پوری او له درده ډکه قیصه وه قسم ده ولا چی په سترګو کی می اوښکی راغلی او سخت خفه شوم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x