ټولنیزه برخه

د وبا له ځایه د عمر او صحابه کرامو ګرځیدل

حامد افغان

عمر بن الخطاب رضي الله عنه شام ته روان شو، چې “سرغ” نومي ځای ته ورسید د لښکر مشران ابو عبيده بن الجراح او د هغه ملګري ورسره مخامخ شول. هغوی ورته وویل شام کې وبا ګډه ده. د کیسې راوي عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي: عمر مهاجرین د مشورې لپاره وروغوښتل، هغوی ته یې کړه: شام کې وبا ګډه ده، ورځو که بېرته ستنېږو؟

ځیني مهاجرینو وویل: ته د یوه کار لپاره راوتلی یې، موږ وایو له هغه بېرته ګرځیدل مناسب نه دي. ځیني نورو وویل: ستا سره نور خلک او د رسول الله ﷺ صحابه او ملګري هم دي، زموږ له نظره په کار نه ده چې د وبا ځای ته یې ورولې. عمر رضي الله عنه ته چې مهاجرینو دا مشوره ورکړه نو هغوی یې رخصت کړل.

ابن عباس وایي عمر بیا راته وویل چې ورشه انصار راوغواړه، هغوی مې راوغوښتل، هغو نه یې هم مشوره وغوښتله، هغوی هم د مهاجرینو لاره ونیوله او د هغو په څېر مخالف شول. هغوی یې هم رخصت کړل، بیا یې د قریشو هغه مشران د مشورې لپاره راوغوښتل چې د فتحې پر مهال یې هجرت کړی وو. هغو کې چا مخالفت ونه کړ، ټولو په یوه خوله ورته وویل: بېرته وګرځه! دا دومره خلک د وبا ځای ته مه وروله.

په دې سره عمر اعلان وکړ چې زه سبا بېرته ګرځم، سهار ځانونه تیار کړئ. ابو عبيده بن الجراح ورته وویل: ایا د الله له تقدیر نه منډې وهې؟! عمر ورته وویل: اې ابو عبيده کاش دا خبره ستا نه پرته بل چا کړې وی. موږ د الله له تقدیر نه د الله تقدیر ته تښتو. که چرته ته یوې کندې ته اوښان ښکته کړې، هلته دوه شېلې وي، یوه اباده او واښه لري او بله لغړه وي، نو که ته په اباده کې اوښان څروې د الله په تقدیر به وي او داراز په لغړه کې هم.

په دې وخت کې عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه راغی، هغه د څه کار لپاره چرته تللی و، هغه وویل په دې اړه زما سره علم ده، ما له رسول الله ﷺ نه اوریدلي هغه فرمایل: کوم ځای کې چې وبا پېښه شي هلته مه ورځئ او چرته چې وبا رامنځته شي او تاسو هلته وئ؛ له هغه ځایه مه تښتئ. په دې سره عمر د الله حمد وویله او بېرته وګرځید. التمهید لابن عبد البر

دا کیسه په ډاګه راښیي چې عمر بن الخطاب او ګڼ شمېر صحابه کرامو د رسول الله ﷺ له خبري سره سم عمل وکړ او د وبا له خطره بېرته وګرځیدل، بلکې وتښتیدل، روایت کې “تفر، نفر، الفرار” الفاظ راغلي دي یعني تېښته. خو زموږ ځیني #توکلیان له وچ کلک توکل نه کار اخلي، یعني اسبابو ته اهمیت نه ورکوي. نعوذ بالله، الله دې موږ او دوی ټول پوه کړي. او الله مو دې له دې وژونکې وبا وساتي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close