افغانستان

کابل ښار کې پر درمسال ډله ييز برید پای ته ورسېد

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار په لومړۍ حوزه کې د اهل هنودو پر درمسال وسله وال برید له شپږ ساعته نښتې وروسته پای ته رسېدلی دی.

د کابل پوليس وايي، برید څلورو کسانو کړی و، چې څلور واړه ووژل شول.

دغه بریدګر نن سهار اته نيمې بجې د لومړۍ حوزې شور بازار سيمه کې درمسال ته ننوتل او هلته يې پر خلکو ډزې پيل کړې.

د رپوټونو له مخې په دې برید کې يوولس تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

طالبانو په دې برید کې لاس رلرل رد کړي دي، خو بل چا هم تر اوسه د دې بريد مسؤوليت نه دی منلی.

هندوان او سيکان له تېرو څو پېړيو راهيسې په افغانستان کې د نورو افغانانو په څېر ژوند کوي، تر اوسه يې ټول عبادت ځايونه خوندي وو او دا لومړی ځل دی، چې د اهل هنودو پر عبادت ځای داسې مرموز برید شوی دی.

په ولسي جرګه کې د اهل هنودو د ټولنې استازي نريندر سینګ خالصه ويلي، په درمسال کې ۱۵۰ کسان په عبادت بوخت و، چې بریدګر له سپکو او درنو وسلو سره ور ننوتل او خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

په کابل کې د امريکا سفارت او د هند حکومت پر اهل هنودو شوی برید غندلی او د پېښې له قربانيانو سره يې خواخوږي ښودلې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد زرغون شآه آغا

دا د ګډ وډ حکومت کار دى

جمیل

عجیبه ده څلور بریدګر په سپکو او درنو وسلو سمبال داسی ځایته ننوزی چی هلته بی وسلی۱۵۰ تنه موجود وی په شپږ ساعته جګړی کی دی یوازی یوڅو کسان ووژنی ؟؟؟ او د کوم هدف لپاره ؟؟؟ داسی ښکاری چی غلامان نور د امریکی د مرستی څخه ناهیلی سویدی غواړی چی د هندو موډی غلامی او تعظیم وکړی او د هغه و رحم ته سرونه ټیټ کړی . هند چی په افغانستان کی یی ډیره سرمایه ګزاری کړیده غوښتل یی چی د هیواد زیرمی لوټ کړی . د افغانستان په بیا آزادی سره تر امریکی وروسته تر ټولو لوی بایلونکی… نور لوستل »

اجملی

جمیل ته: د ## تاسی چی د امریکی او روس کمکونه اخلی هند خو بنیادی کارونه کړی پنجابیانو غوندی ترهګر نه رالیږی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close