روغتیانړۍ

پاکستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۰۰۰ پورته شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹): پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه ۷ کسان مړه شوي او د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۰۳۹ تنو ته پورته شوی دی.

دغه هېواد کې د کرونا وبا له کبله په خیبر پښتونخوا کې ۳، بلوچستان، ګلګت بلتستان، سند او پنجاب کې یو یو کس وژل شوی دی.

له دغې وژونکې ناروغۍ څخه پاکستان کې تر دې دمه ۲۰ کسان چې ۱۴ یې له سند، ۴ له ګلګت بلتستان او ۲ له پلازمینې اسلام اباد څخه وو بیرته روغ شوي دي.

یوازې نن د چهارشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې ۳۹ پېښې تازه راپور شوي، دغه راز ټول هېواد کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ټولې ۴۹ پېښې راپور شوي دي.

د خیبر پښتونخوا روغتیا وزیر په یوه ټویټ کې د یادو پېښو تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې په مردان کې له ۴۶ پېښو څخه یې ۳۹ مثبتې ثبتې شوي دي.

په سند ایالت کې ۴۱۳ پېښې، پنجاب کې ۲۹۶، خیبر پښتونخوا کې ۱۱۷، ګلګت بلتستان کې ۸۱، اسلام اباد کې ۱۶ او ازاد کشمیر کې یوه پېښه راپور شوې ده.

د پاکستان حکومت په ټول هېواد کې عامه ځایونه، بازارونه، هوټلونه، لارې، مارکیټونه، عامه ترانسپورت او نړیوالې الوتنې تړلې دي.

ددې سربېره یاد حکومت د افغانستان، ایران او هند سره خپلې ټولې پولې تړلي دي، خو د افغانستان سره یې د چمن پوله یوازې د تجارتي موټرو او د تورخم لاره د جنازو پرمخ پرانیستې ده.

باید وویل شي چې په افغانستان کې هم وړمه ورځ د ۳۲ او نن چهارشنبه د ۲ پېښو راپور ورکول شوی چې په دې سره د ټولو اخته کسانو شمېره ۷۹ تنو ته رسیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close