خبرتیاوی او پیغامونه

د نړیوالې وبا -کورونا وایروس- په اړه د حضرت احمد امین جان مجددي پيغام

اعوذبالله من الشیطان الرجیم – بسم الله الرحمن الرحیم
بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ العَلِيمُ .

له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دی چي نبي کریم صلی الله عليه وسلم به فرمايل:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ البَرَصِ، وَالْجُنُونِ، وَالْجُذَامِ، وَمِنْ سَيِّئِ الْأَسْقَامِ» دغه حديث أبو داود په ۱۵۵۴ شمېره، ابن حبان په ۱۰۱۷ شمېره او امام احمد په 13004شمېره روايت کړی او حديث پوهانو صحيح بللی دی.

قدرمنو مسلمانانو ورورڼو!
لکه څرنګه چې تاسو خبر یاست ، په ټوله نړۍ په ځانګړي ډول زموږ په ګران افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د الله تعالی له مصیبتونو، ابتلاوو او افتونو څخه یو افت د کورونا وایروس په نامه د خپرېدو په حال کې دی.

لهذا لازمه ګڼم ، چې موږ و تاسو ټول له دې وباء څخه د نجات او خلاصون لپاره د سهار او ماښام مسنون اذکار، دیني او طبي لارښوونې عملي کړو او د ځان ، کورنۍ او دوستانو د صحت او عافیت لپاره متوقع ضرر دفع کړو.

ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول زموږ مربوط خلیفه صاحبانو ، د مدرسو او خانقاؤ مسؤلینو او مریدانو ته لاندې ټکي ضروري بولم:

لومړی- د نقشبندیې معصومیې مبارکې سلسلې او زموږ ټولو اړونده محترمو خلیفه صاحبانو، مشائخو، مرشدینو، علماء کرامو او د خانقاؤ مسؤلینو ته مې تر ټولو عاجله او مهمه سپارښتنه کوم، چې باید د خلکو او مراجعینو له تجمعاتو او را ټولېدنې ، د ذکر او فکر له محافلو، او خصوصاً د ختم خواجه ګان او نورو اجتماعي ختمونو لړۍ متوقف او ودروي او د انفرادي اذکارو او ختمونو ته زیاته توجه وکړي.

دویم –
ټولې خانقاوې، مدرسې او محفلونه دې بالفور رخصت شي.
دریم- په خانقاؤ ، مساجدو او مدرسو، منبرونو، ټولنیزو شبکو او د خلکو د پوهاوي لپاره د نورو لارو چارو باید دریغ ونشي، ترڅو خدای مه کړه د خپل مسلمانانو وروڼو او جامعې پر وړاندې په خپل مسؤلیت او مکلفیت اداء کولو کې پاته رانشو.

څلورم- ټول مسلمانان باید په دې وباء او مصیبت کې الله تعالی ته د صبر او التجاء مظاهره وکړي اوله دې وباء څخه د نجات لپاره د الله تعالی دربار ته د صدقاتو ، اذکارو ، ختمونو، دعاګانو او سخاوتونو نذرانې وړاندې کړي.

پنځم-
او په پای کې تر ټولو مهمه یادونه او پاموړ نکته دا ده، چې ټول باید په خپلو سېمو د دې وباء د مخنیوي لپاره د وضع شویو محدودیتونو، صحي او طبي هدایاتو او د ډاکتراتو د نویو مډرنو اصولو ته پوره پوره توجه او غاړه کېږدي او که خدای مه کړه څوک په دې مصیبت اخته شي، نو باید د کرکې ،نفرت او صرف نظر کولو پر ځای د هغوی لاسنیوي او روغتیايي مراکزو ته د رسولو او خدمت لپاره لاس په کار شي.

نو په دې صورتحال کي به هغه چا ته مراجعه کوو او ځانونه به پر سپارو چي هم يې پيدا کړي يو او هم مو پنا کوي. تر هر څه دمخه له ګناهونو څخه د توبې ايستل، ټول بدکارونه او ګناهونه پرېښوول او د الله تعالی عبادت کول او د هغه کلام لوستل او عمل په کول ، چي له دې ټولواتبلاؤ څخه مو ژغوري ، بایدپه پوره التزام سره ووایو.
تر دې راوروسته به هغه دعاوي کوو او هغه وقايوي روغتيا يي تدابير به په کار اچوو او د اړتيا پر مهال به درمل په کار اچوو او استعمالوو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم، علمای کرامو رحمة الله عليهم او روغتيا پوهانو يې موږ ته په دغسي حالاتو کي سپارښتنه کړې ده.

والسلام

ستاسو ورور او د مسلمان امت خادم
حضرت احمد امین جان مجددي اغا د قلعه جواد کابل د نقشبندیه مجددیه خانقاه سجاده نشین
۰۶ /حمل /۱۳۹۹هـ ش–۰۱/ شعبان المعظم/ ۱۴۴۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امیر خان

امین جان مجددی اوتنظیم یی دامریکا دسفارت او دانگلیس دملگرتیا فه درشل کی فه کابل نیغ ننوت او تر نن ورزی مشوری هم ورکوی او دخوشالی زای داده چی نن تکی اسیا کی یی هم سه ریشی شته چی تر سو جاهل خللک فوه نشی چی امین جان فه بل لوری ترلی تنظیم لری کاشکی امین جان یوه ورز دحق ناره کری وی آیا امین جان او موریدان یی دافغانستان فه ازادی او فتحه کولو چی له کرونا سخت مرض ده کومه ورز کومه دوعا خلکو ته نشر کره او یا یی کومه توصیه دنن تکی اسیا ریشه کی وکره ۰۰۰۰

محمدعيسی

د بدعادت سخه توبه وکاږی ,ختم خواجګان دکوم ځای کړی ,معصوميت دکومي خوا ,دالله (ج)رسولان خو معصوم دي توبه وکاږی !

محمدولی

ستادا خبرہ چی ختم جواجگان مہ کوی ۔۔۔ختم خواجگان کی ٹول دی اللہﷻ ذکر دی او ذکر أجتماعا ڈیر أفضل دی ۔۔۔
او داستان خبرہ چہ معصومیت دا کومی خوا۔
نو ھغہ تہ پوھشوی نہ یی ۔۔معصومیہ مطلب امام خواجہ معصوم صاحب نوم تہ منسوب دا او دا سہ بدہ خبرہ نہ دا ۔۔
گمان کوم چہ معترزض بہ پوھشوی وی ۔۔ ان شاء اللہ

احمد

د دين خلك والله چی نه يي دوكه بأزه غلونكي څیرې ياست كه تاسي بي او كه دا بله د گیلاني كورني ده الله دي دا ملت درنه خلاص كړ‎ي

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close