افغانستان

«امریکایي ډيپلوماټ: ښايي تر خپلمنځي خبرو وړاندې یو مؤقت حکومت جوړ شي»

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د مېشت یوه امریکایي ډيپلومات له قوله ویل کېږي، چې ښايي تر بین الافغاني خبرو وړاندې یو نوی مؤقت حکومت منځته راشي.

یک او اریانا تلویزونونو که څه هم ددې ډيپلوماټ نوم او د خبرو کره سرچینه نه ده یاده کړې، خو د نوموړي له خولې یې لیکلي، چې ښايي د ټاکنو له لارې د اشرف  غني او عبدالله له لوري جوړ شوي حکومتونه اوږد عمر ونلري او په نږدې موده کې یو نوی مؤقت حکومت رامنځته شي.

ددې ډيپلوماټ له قوله وړاندې ویل شوي، چې په اوسني وخت کې د موازي حکومتونو تشکیل افغان امنیتي ځواکونه کمزوري کوي  او د طالبانو د مستحکم کېدو تر څنګ د سیمې هیوادونه ته لاره پرانېزي، څو له دې حالت څخه ناوړه استفاده وکړي.

که څه هم نه دي ویل شوي، چې دا حکومت به د چا په مشري مخ په وړاندې ځي او د کومې طرحې له لارې به جوړېږي، خو یاده شوې، چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړښت په برخه کې د پامپیو هڅې نادیده ګڼل شوې او سیاسي رهبرانو ورسره توافق نه دی کړی.

د مؤقت حکومت د تشکیل خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې دوې ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عبدالله او اشرف غني تر منځ د واک په سر د راپورته شوې شخړې د حل په موخه کابل ته راغی، خو له دې ځایه ناهیلی ولاړ او امریکا ته له ستنېدو سره هم مهاله یې له حکومت سره کېدونکې یو میلیارد ډالره مرسته وګرځوله.

د امریکا حکومت جوړجاړي ته د عبدالله او غني په نه رسېدلو خواشیني څرګنده کړه او یاده یې کړه، چې له افغانستان سره په خپله ملګرتیا به له سره غور وکړي او په ټولو هغو لویو پروژو به بیا کتنه وکړي، چې اوس مهال په افغانستان کې د امریکا د تمویل په مټ روانې دي.

بل لور ته د ګډ حکومت پخواني مشر «اشرف غني» چې اوس ځان ولسمشر بولي، د ملت په نامه په خپله وینا کې وویل، چې ده غوښتل عبدالله عبدالله ته د سولې په پروسه کې کلیدي رول وکړي او د نوموړي ملګري په کابینه کې ځای کړي، خو دده په خبره، عبدالله دا کار رد کړ او د اساسي قانون په تغیر یې ټینګار کاوه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

There might be planned goals for these games between AIN AW GHAIN

These games may cause more problems for Taliban or could be to pave way for the control of Taliban

محمد ظاهر حلمی

طالبان ته وړاندیزلرم چی دیوه پیاوړی اسلامی نظام رامنځ ته کول دملت په یووالی اووحدت پوری تړاولری کچیرت اسلامی امارت پدی وتوانیږی چې افغانستان کی میشته اوسیدونکی قومونوپه یوه ټغر راټول او یوه پراخ بنسټ داسی حکومت توافق وکړی چی هرقشراوټبرخپل ځان پکی ووینی دابه بهتره وی ځکه دبن او بنن سوان پلاس جوړشوی پراشوټی حکومتونه یی ژوندي بلګی دی داسی کوشش پکاردی چی دافغانانوسالمومشورواونظریاتوته ټول چارواکی احترام وکړی دغنی اداره ءوندی مثال دی دملک سرنوشت داسی اشخاصوافرادوته سپارلی چی په ژوندکی براته له عیاشی او میلوبل ځه نه پیژنی نه دملک په درد خبردی اونه دهیواد بشپړتیاپیژنی اوس مهال… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close