لیکنېنظــر

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د تازه اعلامیې يو جاج

اعتبار خان فطل او خیرالله شینواری

کله چې د قطر په دوحه کې امریکا او طالبانو افغانستان ته د سولې راوستلو او بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون لاسلیک کړ، دغه تړون په لویه کې دوه برخې لرلې چې یوه یې نظامي او بله یې سیاسي وه، په تړون کې ځینې دوه طرفه ژمنې موجودې وې چې باید طرفینو ورته کار کړی وای او د تړون سل په سله عملي کولو ته یې لار خلاصه کړېوای.

په نظامي برخه د طالبانو غوښتنه د بهرنیو ځواکونو وتل دي چې هغه د پلان له مخې له تقسیم اوقات سره سم روان دي او سیاسي برخه یې د بندیانو خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو پیل دی چې هغه د ستونزو ښکارده، پدې برخه کې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل مخکې د امریکا لخوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون ژمنه وه چې د مارچ له لسمې وړاندې باید خوشې شوي وای ولې امریکا لا هم پخپله ژمنه کې پاتې راغلې.

ویل کېږې چې د بندیانو په ژمنه کې د امریکا له پاتې راتلو وروسته د طالبانو سیاسي دفتر زلمی خلیلزاد دوحې ته وغوښت خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو غوره وګڼله چې پخپله لومړی کابل او بیا دوحې ته سفر وکړي تر څو طالبانو ته قناعت ورکړي چې دوی پدې څانګه کې خپلې هڅې جاري ساتي.

امریکا په کابل کې سیاسي تناو ددغه ځنډ بهانه ګرځوي، ولې په بین الافغاني اړخ کې اشرف غني چې ځان منتخب ولسمشر ګڼي د بندیانو په مسله کې ځانته د امتیاز اخیستو او خپل رقیب عبدالله ته په نه امتیاز قائلېدو غواړي تر څو د موازي حکومت موازینه د ځان په ګټه را وڅرخوي او د امریکا د ملاتړ په جلبولو دا ځل د خپلې خوښې حکومت تاسیس کړي، خو داسې ښکاري چې د امریکا لومړیتوب بل څه دی او د خپلې تګلارې مطابق هېڅکله په کابل کې د دویم حامد کرزي تکرار نغواړي.

راځو دې ته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزات تازه اعلامیه څه پیغامونه له ځانه سره لري؟؟

لومړی:
د دغې اعلامیې په لومړۍ برخه کې امریکا له ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله خپله شدیده نارضایتي څرګندوي او تاسف ښکاره کوي چې دوی دواړه د یوه داسې ټولشموله حکومت په تاسيس کې پاتې راغلي چې د حکومتولۍ، سولې او د امنیت د تامین په شان ننګونو ته ځواب ووایي، تر هر څه وړاندې د امریکا دغسې نارضایتي د اشرف غني او پلویانو هغه ادعا په اوبو لاهو کوي چې ویل یې مونږ به امریکا او نړیوالې ټولنې سره د سیالۍ اړېکې بېرته ورغوو، افغانستان به د امریکا یو ریښتنی ستراتېژیک ملګری کړو تر څو په سیاسي، نظامي او اقتصادي لحاظ افغانستان د خپلو سیمیزو رقیبانو ترمېنځ وځلېږي او په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران ځواب ووایي، خو ۶ کاله پس نن همغه امریکا وایي چې دې چارواکو پخپل سیاسي رقابت او کشمکش زمونږ او د افغان ځواکونو ګډو قربانیو ته بې احترامي کړې او د امریکا او افغانستان اړیکې یې سختې زیانمنې کړېدي.

دویم:
پدې اعلامیه کې د ارګ لپاره تر ټولو بد زېری د امریکا لخوا لدوی سره د همکاریو پر اړیکو د سره کتنې خبره ده چې سر له اوسه یې د ۲۰۲۰م کال لپاره د یو ملیارد ډالرو د کمولو اعلان کړیدی او وایي چې د ۲۰۲۱م کال لپاره به هم یو میلیارد ډالر ورنکړي، داسې فکر کېږي چې دغه دوه ملیارده ډالر له هغو څلور ملیارده ډالرو څخه کمېږي چې امریکا د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته د امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره تر ۲۰۲۴م کال پورې په هرو پنځو کلونو کې ورکوي، همدارنګه اعلامیه په روښانه ټکو وایي چې امریکا به د خپلو پرمختیایي چارو له بودیجې هم یوه لویه برخه راکمه کړي او د دې ترڅنګ به ډونر یا د مرسته کوونکو هیوادونو په کنفرانسونو کې په ځانګړو شویو مرستو هم له سره غور وکړي.

دریم:
پدغه اعلامیه کې تر ټولو حساسه مسله چې یادونه یې شوې هغه دا ده چې وایي امریکا به هېڅ هغه نظامي عملیات حمایه نکړي چې د سیاسي موخو لپاره په لار واچول شي، او نه به هغه سیاسي رهبران حمایه کړي د دغسې نظامي عملیاتو قومنده ورکړي، دا ټکی په ډاګه کوي چې د امنیتي ځواکونو سراعلی قومنداني په اصل کې له چا سره ده.

څلورم:
امریکا د اعلامیې په اخیري برخه کې خپلې اصلي او اساسي موخې ته راګرځي او وايي چې دوی د افغانستان د معضلې سیاسي حل راویستو ته ژمن دي او داسې الفاظ کاروي چې (مونږ د یوه سیاسي جوړجاړي په پایله کې د رامېنځته شوي حکومت سره خپلې همکارۍ ادامه ورکوو) نه وایي چې د ټاکنو په پایله کې د یوه رامېنځته شوي حکومت سره، ځکه امریکا ته د تېرو ټاکنو مشروعیت تر بل هر چا ښه ور معلومېږي، اعلامیه اضافه کوي چې ارګ د مشترکې اعلامیې تعهداتو ته ژمن ندی پاتې شوی، د سولې لپاره یې یو همه شمول ټیم لا ندی اعلان کړی او د بندیانو په خلاصون کې یې لا عملي اقدامات ندي تر سره کړي کوم چې د باور جوړونې په برخه کې لازم بلل شوي وه نو فلهذا امریکا وایي چې مونږ به د خپلو پوځیانو د ویستلو بهیر له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې جاري ساتو.

دا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اعلامیه وه چې په کابل کې یې سیاسي اوضاع تروه کړه او یو دم یې یو ډالر کې د شاوخوا دوه افغانیو لوړوالی راوست، له موقع نه په استفاده مونږ په طالبانو غږ کوو چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د نظامي فشار پرته په نورو بدیلونو کار وکړي تر څو له یوې خوا د افغانانو تلفات کم شي او له بلې خوا سیاسي جوړ جاړي ته د تاوترېخوالي له زیاتولو پرته لار هواره شي، افغانان پخپلو کې سره کښېني او د بین الافغاني مذاکرې له لارې د نوي اسلامي نظام بنسټ کښېږدي کوم چې به د افغانستان د خپلواکۍ، د ټولنیز عدالت د پلي کېدو، زمونږ د خلکو قربانیو ته احترام او د یوه سوکاله، باثباته او پرمختللي افغانستان ضامن وي.

وماعلینا الا البلاغ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ظاهر حلمی

اوس مهال وضعیت ته په کتو داوخت رارسیدلی چی افغانان دصداقت ایمانداری په ښودلوسره یوه مقتدره افغان شموله اسلامی نظام جوړکړی مشروط په دی چی طالب چارواکی په خورا ځیرکتیا په مخ ولاړی شی الله ج دنه پیښوی لکه د۱۳۷۱هجری لمریزکا چی افغانانو دتظاری روسی په مقابل کی بی ساری قربانی ورکړه متاسفانه چی په سیاسی ډکرکی بیرته دکفری نړی په لومه کی داسی ګیرشول چی ترشاه داسی فاجعه پرښوده چی تر نن ورځی مظلوم ملت په اورکی سوځی او دسون توکی بااحساس مسلمانان دی په نشرشوی اعلامیه کی په واضح الفاظواشاره شوی ده چی که افغانان افغان شموله داوسینوستونزوته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close