افغانستانسولې اړوند خبرونه

ارګ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د خپل مذاکره کوونکي ټیم نوملړ اعلان کړ

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): اوږده موده  وروسته د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د مذاکره کوونکي ټیم نومونه څرګند شول.

د ملي تلویزون د راپور له مخې، حکومت د ملي امنیت د پخواني رییس «معصوم ستانکزي» په مشرۍ یو شل کسیز پلاوی د بین الافغاني مذاکراتو د وړاندې وړلو لپاره ټاکلی.

په خپاره شوي نوملړ کې د معصوم ستانکزي، ذکیه وردګ، شهلا فرید، محمد ناطقي، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، باتور دوستم،خالد نور، شریفه زرمتۍ، رسول طالب، ایوب انصاري، کلیم الله نقیبي، امین احمدي، عبدالهادي ارغندیوال، حبیبه سرابي، عنایت الله بلیغ، حفیظ منصور، زینب مؤحد، ضرار احمد مقبل او غیرت بهیر نومونه ترسترګو کېږي.

د بین الافغاني مذاکراتو پلاوی، چې حکومت یې د تشکیل په اړه له اوږدې مودې راپدېخوا ضد او نقیض خبرونه ورکول، لا  هم څرګنده نه ده، چې ټولو افغاني جهتونو او ګوندونو ته د منلو وړ دی که نه؟.

تر دې وړاندې هم څو څو ځله  د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومتي پلاوي د تشکیل د بشپړېدو خبر ورکړل شوي وو، خو په بیا، بیا د ګوندونو له لوري رد شوی وو او ادعا شوې وه، چې ارګ له دوی سره د پلاوي په جوړولو کې سلا مشورې نه دي کړې.

بل لور ته د بین الافغاني خبرو لپاره د حکومت له لوري مذاکره کوونکي ټیم داسې مهال اعلانېږي، چې نن په دوحه کې حکومت او طالبان د زندانیانو د خلاصون په اړه پرېکړې ته ورسېدل او د قطر، سره صلیب او امریکا د تخنیکي ټیمونو په موجودیت کې موافقه وشوه، د زندانیانو د خلاصون لړۍ به د مارچ په ۳۱ مه نېټه پیلېږي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، بین الافغاني مذاکرات باید پنځلس ورځې وړاندې د مارچ په لسمه نېټه پیل شوي وای، خو د حکومت دنننیو اختلافاتو او د طالب زندانیانو د خلاصون په وړاندې خنډونو دا خبرې نامعلومې مودې ته یووړې.

طالبانو تر دې دمه د حکومتي پلاوي د تشکیل په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له امریکا سره د مذاکراتو له پيله یې دریځ دادی، چې له کابل حکومت سره د «حکومت» په حیث خبرې نه کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
متل ړی (( زه يي باع نه وينم ، دی وايي تارو ولوت )).
طالبان هغه حکومت چي د اشغالګرو په مټ ، زور او قوت سره په افغانستان کي د قدرت پر ګدئ کښينتلئ دی ، د حکومت په نوم سره نه پيژني ، ولي حکومت د بين الافغاني مذاکراتو يعني د طالبانو سره د عنکبود دتارونو د بيلولو ( خبرو لپار ) داسي اشخاص ټاکلي او معرفي کړي دي ، چي نه دومره پوهه اونه هم د غوټي د خلاصولو صلاحيت او اهليت لري ، او ځني بيا پکي دومره مکار او شرير افراد ورکي په ګوته کيږي ، چي که د غوټي د خلاصولو چل ورځي ، قصداً او عمداُ نه غواړي چي دا غوټه په لاس بيرته کړي.
خلاصه داچي سړی نه پوهيږي ، چي حکومت په ځان ملندي او ريشخند وهي او که په نورو پوري .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close