روغتیا

کرونا ویروس: اسپانیا کې د قربانیانو شمېر له چین څخه زیات شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل) په اسپانیا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴۳۴ کسانو ته ورسېد چې په دې سره یې شمېره په چین کې له قربانیانو څخه زیاته شوه.

چین چې د کرونا ویروس سرچینه ده په دریو میاشتو کې پر دغه ویروس له ۸۱زرو زیات کسان اخته شول او ۳۲۸۱ کسان ووژل شول، خو د کره سرچینو په وینا اوسمهال یوازې ۴زره کسان تر تداوۍ لاندې دي.

له چین وروسته ایټالیا له داسې اغیزمنو هېوادونو څخه شو چې ورځنۍ مړینه په کې له چین هم زیاته شوه، اوسمهال ایټالیا د کرونا وبا مرکز ګرځېدلی او د مړو شمېر په کې له ۷نیم زرو پورته شوی دی.

له ایټالیا وروسته اسپانیا دویم هېواد دی چې د کرونا له کبله په کې د میړینو شمېر له چین څخه زیات شوی دی.

په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په چین کې ۴ خو په اسپانیا کې ۴۴۳ کسان وژل شوي دي، ددې سربېره په ایټالیا کې ۶۸۳ کسان د کرونا وبا خوراک شوي دي.

ایران کې د ۱۴۳ نورو قربانیانو سره د مړو ټوله شمېره ۲۰۷۷ تنو ته ورسېده، دغه راز فرانسه کې ۱۱۰۰ کسان د مرګ خولې ته غورځول شوي دي.

امریکا کې چې ولسمشر یې د کرونا ویروس ژر له منځه تلو ادعا کوي په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې ثبتې شوي دي، په دغه هېواد کې ۶۲۲۵ نوې پېښې راپور شوي، اسپانیا کې ۵۵۵۲، ایټالیا کې ۵۲۱۰، جرمني کې ۴۰۷۵ او په سویس کې ۱۰۲۰ تازه پېښې راپور شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د کرونا ویروس ګواښونکي خپریدو ته په کتلو سره ممکن له چین او ایټالیا وروسته امریکا ددغې وبا مرکز وګرځي.

باید یادونه وشي چې تر دې مهاله پر کرونا وبا له ۴۵۴زرو زیات کسان اخته شوي دي، دغه راز د قربانیانو شمېر یې «۲۰۵۴۳» تنو ته پورته شوی او د هغو کسانو شمېره چې بیرته روغ شوي له ۱۱۰زرو زیاته ښودل کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close