
امريکايي کارپوه: د بهرنيو مرستو له بنديدو سره افغان حکومت پاشل کېدای شي
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): که څه هم اشرف غني ويلي، د امريکا له لوري د يوه ميليارد ډالرو مرستو بندېدل به د حکومت پر بنسټيزو پروژو اغېز ونه کړي،خو يو شمېرکارپوهان په دې باور دي، چې د بهرنيو مرستو په بندېدو سره حکومت پاشل کېدای شي.
واشنګټن کې د منځني ختيځ په انسټيټوټ کې د سويلي اسيا د څانګې څېړونکي ډاکټر ماروين واينبام ويلي، افغان حکومت تر ډېره پر بهرنيو مرستو چليږي او دا مرستې ورته حياتي ارزښت لري.
د ښاغلي واينبام په وينا که پر افغان حکومت بهرنۍ مرستې بندې شي، دې سره پر ملکي ادارو او د دولتي مامورينو پر تنخواګانو ناوړه اغېز کېدای شي.
دغه امريکايي کارپوه اندېښنه ښکاره کړې، که د امريکا مرستې بندې شي، د کابل حکومت به د خپلو مامورينو د تنخواګانو پوره کولو توان ونه لري او ښايي مرکزي حکومت ورسره وپاشل شي.
ښاغلي واینبام د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې د کابل حکومت د دواړو مشرانو اختلاف د امريکا ملي ګټو لپاره ګواښ دی او په عين حال کې يې ويلي، چې طالبان د سولې تړون ته ژمن دي.
ډاکټر ماروين واينبام وايي، د مايک پومپيو د څرګندونو له مخې پر افغانستان د امريکايي مرستو د بندېدو سربېره به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون عملي کيږي.
ډاکټر ماروين واينبام دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو څو ورځې مخکې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي لپاره کابل ته راغلی و، خو ونه توانېده، چې دواړه په ګډ حکومت راضي کړي او نهيلی له افغانستانه ولاړ.
مايک پومپيو ويلي و، د غني او عبدالله اختلافات د امريکا ملي ګټو لپاره ګواښ دي او له همدې امله يې پرې يو ميليارد ډالر مرستې بندې کړي دي.
دافغانستان نه فلسطين اوياسرعرفات جورشوه