افغانستان

ورځپاڼه: حکومت د بنديانو د خلاصون مخنيوی نه شي کولی، خو له دې فرصته دې ګټه پورته کړي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): له کابله خپرېدونکې «دنيا» ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې افغانستان ته د امریکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو د سفر اغېز په اړه ليکلي، چې امريکا له اشرف غني او عبدالله دواړو نهيلې شوې او له طالبانو سره يې د بنديانو خلاصون سربېره د سولې په موضوع خبرې کړي دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې مايک پومپيو يو ځل بيا له طالبانو سره د خبرو پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړی، چې بنديان به يې خوشې کيږي.

د سرمقالې ليکوال وايي، دا روښانه خبره ده، چې امريکا د پنځو زرو بنديانو د خوشې کولو پرېکړه کړې او حکومت يې مخه نه شي نيولی، خو ښه خبره دا ده، چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او د باور جوړونې لپاره زمينه برابره کړي.

د سرمقالې ليکوال وړانديز کړی، چې حکومت بايد د امريکا له فشار مخکې د طالب بنديانو د خوشې کولو پرېکړه کړې وای او له دې لارې يې بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره کړې وای.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجملی
میلمه
اجملی

ګټه څومره پورته کړی هغه ده د بندیانو خلاصون یی وځنډاوه. حکومت دا هم کولی شی چی د بندیانو تر منځ د کرونا مرض خپور کړی او ټول مریضان طالب خواته ولیږی.

Back to top button
Close
Close