افغانستانسولې اړوند خبرونه

د زندانیانو د خلاصون پروسه د سلو تنو طالبانو په خلاصون پیلیږي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا وایي، دمارچ پر ۳۱ مه نېټه سل تنه طالب زندانیان جګړې ته د نه ورګرځېدلو په شرط خوشي کیږي.

د ملي امنیت شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددوی تخنیکي ټیم له طالبانو سره د یوه ويډيويي کانفرانس له لارې د زندانیانو د خلاصون په اړه بحث کړی او د بشري خواخوږۍ په خاطر دوی د مارچ پر ۳۱ مه نېټه سل تنه طالب زندانیان جګړې ته د نه ورګرځېدلو له تضمین وروسته خوشي کوي.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي، چې د تېرې ورځې په لیدنه کې زلمي خلیلزاد، د سره صلیب مشر او د منازعاتو د حل په برخه کې د قطر استازي هم وجود درلود او په راتلونکو نږدې ورځو کې به د طالبانو ټیم د «حکومت له ټیم» سره مخامخ لیدنه ولري.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د طالبانو او حکومت د پلاوي تر منځ پرېکړه وشوه، د مارچ په ۳۱ نېټه به د زندانیانو د خلاصون پروسه عملا پیلېږي، دطالبانو یو پلاوی به باګرام ته ځي او د خپلو بندیانو له تشخیص وروسته به زندانیان خلاصېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجملی

د کابل سیند خو نن سبا ښه له اوبو څخه ډک دی، حکومت د دا طالبان ټول سیند ته واچوی چی بیرته ورسک ته ور ولیږل شی. خلاصون د بندیانو کومه ګټه نه رسوی. طالبانو زابل کی عسکر په اور وسوځول حکومت یی خلاصوی.

جمیل

اجمل خان د لکۍ دی مبارک سه پخوا به دی یوازی اجمل لیکی . د انسان سوځول حرام دی دا درواغ دی بیرته درواخله . رشتیا یی ویلی چی منافق به د دوږخ په تاترینه ځای کی وی ، که امریکایان د خپلو منافقو او مرتدو غلامانو جلو ورخوشی کړی په رشتیا سره به ټوله مجاهد بندیان او د هیواد د آزادی اتلان د کابل سیند ته ورواچوی او یا تر دی به هم بده سزا ورکړی ، خو دادی چی غلامان دا واک نلری کنی پخوا به یی لا دا شوم کار کړیوای چی نور شومان او غداران په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close