افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: د امریکا له لوري د مرستو کمېدل جبران کېدای نشي / ویډیو

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د ګډ حکومت پخونی اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» چې ځان اوس د همه شموله حکومت ولسمشر بولي، له افغانستان سره د امریکا له لوري د کېدونکو مرستو کمېدل د جبران نه وړ ګام بولي او ټینګار کوي، چې دا ګام د افغانستان د خلګو په ګټه نه دی.

عبدالله عبدالله په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال وویل، چې پمپیو افغانستان ته د خپل راتګ په مهال ورته ویلي، چې هغه  د منځګړي په حیث نه دی راغلی او نه غواړي خپل فورمول دلته تطبیق کړي، خو د افغانستان مشران باید روان بحران حل کړي او لاره ورته پیدا کړي « د ښاغلي پمپيو ټینګار داوو، چې که چېرې تاسو بحران ته حل لاره پیدا کړئ، موږ به خپلې مرستې دوامداره وساتو، د تروریزم د ځپلو په برخه کې به د افغانستان د خلګو تر څنګ ودرېږو او د سولې پروسه به په جدي ډول تعقیب کړو، خو که حل پیدا نشي، د یو میلیارد ډالرو مرستې کمول به لومړی ګام وي او موږ به نور بعدي ګامونه هم واخلو.»

عبدالله زیاته کړه، چې د امریکا له لوري د مرستو کمېدل د جبران نه وړ ګام دی، په روغتیا،ښوونې، انرژي او نورو بنسټونو اغېز لري او کله هم د افغانستان د خلګو په خیر نه تمامېږي.

د نوموړي په خبره، که یو څوک «لجاجت» کوي او وايي، چې امریکا دې مرستې وګرځوي، موږ به نورې سرچینې پیدا کړو، دا له واقعیتونو سره په ټکر کې ګام دی او واقع بینانه کار نه دي.

عبدالله ددې تر څنګ ادعا وکړه، چې تر خپله وسه یې انعطاف کړی، د روان بحران د حل هڅه یې کړې او کوي به یې، خو په خبره یې، مقابل اړخ هیڅ انعطاف نه کوي او همدا لامل وو، چې د سیاف او کرزي په منځګړیتوب هڅې هم بې پایلې شوې.

د عبدالله له قوله، روان سیاسي بحران د هیچا په ګټه نه دی او افغانانو ته خیر نشته پکې، نو ځکه دی هڅه کوي له هرې ممکنې لارې دې بحران ته حل ولټوي.

د سولې په اړه د ډاکټر عبدالله دريځ لا هماغه پخوانی وو، نوموړي په دې لاره کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه، خو یاده يې کړه، چې سوله باید د یوه کس په انحصار کې نه وي او مذاکراتي ټيم باید د ټول افغانستان استازولي وکړي.

یاده دې وي، چې څلور ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» د غني او عبدالله تر منځ د شخړې د هوارولو په موخه کابل ته راغئ، خو له دې لوري ناهیلی ولاړ، نوموړي امریکا ته له رسېدو سره سم د عبدالله او غني په نه جوړېدو ټینګه خواشیني وښوده او په لومړي ګام کې یې یو میلیارد ډالره مرسته وګرځوله او د نورو د ګرځولو ګواښ یې وکړ.

اشرف غني د ملت په ادرس د کړې وینا په مهال، د امریکا له لوري د مرستو کمول د افغانستان په چارو بې اغېزې وبلل او تېره ورځ یې د سپما درې کلن پروګرام دوه کلونو ته راټيټ کړ، تر څو ګرځول شوې مرسته پرې جبران شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجملی

خو یو علت خو یی همدا ته ### یی چی جبران کیدای نشی دا ملی خیانت خو تا وکړ. غنی چی د اجراییه ریاست بودجه بنده کړی بیا جبران جبران ده.

جمیل

ګلمرجانه ! په خیانت کی تر غنیګی پاته نه یی ، خو داچی خپل مالک(امریکا) ته تر غنیګی وفاداره یی دا پخپله ستا وفا ښیی ، د غنیګی څخه دی دا پاینټ وګټی ، هغه شوده خو د ټولو سره خیانت کوی ، چی په رولا به څه وکړی ؟؟
زما په اند آخر به غنیګی ځانوژنه وکړی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close