
کرونا وايروس/ سيد شاه سعود
سيد شاه سعود
له رنځه روغه سټه ښه ده ښار نه کلی ښه دی
له دې وبا او دې بلا نه ځان ساتلی ښه دی
خیر دی یو څو ورځې دې ځان مراقبه کړي سړی
له شوره تنګ راغلی څو شیبو له غلی ښه دی
ډیره موده وشوه جذبې مو چا مینځلي نه دي
زړګی مو هم لکه د لاس او مخ مینځلی ښه دی
چاته په لاس نه ورکولو به زوریږو مګر
خیر دی یو څو ورځې دا جبر هم زغملی ښه دی
سید شاه سعود