شعـــــرونه

څلوريزې/سید عبیدالله نادر

سید عبیدالله نادر
د عجز عاجزۍ او د فاني دنیا د بی وفایۍ په هکله ، انتباهي ، تعلیمی ، فلسفی څلوریزي

لوړ مکتب د فلسفې دی روزګار
لوی استـاد دی، د نادان او د هوښیار
د عبرت نښې پرتې دي هر زمـان کې
صاحبدل که وي، په زړه باندې بیدار
…..
د اجل څخه مو نشته دی خلاصون
که په پوهه، ارسطو شــو، افلاطون
بوعلي که سقراط  که بقراط وو
د دې تکي د معــنی ول په لټـــون
……
په ژور فکر چې وکتل خپل ځان ته
کوږ رفتار د دې جهان او د زمان ته
چې د عقل مې نظر په عــجز  پریوت
دومره لوړ شومه، چې وختم آسمان ته

په سو چونو زړه ته مې، رانغلو قرار
نه خیالات د فلسفې مې شول مـهار
شیرین عمر په حیرت کې رانه تیر شو
ښکاره نشول د پردې شاته اسرار
……
لا جوړ نه وي دوه دیواله مو د کور
اجل راشي په تړون کې شو د ګور
آرمانونه آرزوګانې شي نیمګړي
دې دنیا نه په سفر شو په بل لور
…..
خاورې شوي دي، سرونه په فکرونو
په تحقیق د حقیقت او ګرویږونو
فلسفیانو ډیرې شپې دي سبا کړي
د خلقت په اندیښنو  او په سوچونو
….
د دردمنو مې په حال شـول قلم زړونه
چې احسـاس یې کړل زما د زړه دردونه
کاتبان مې د کرام ټول په ژړا کړل
چې له اوښکو نه مې جوړ کړل دریابونه

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x