نظــر

د بندیانو مسئله، د وفا او جفا اوج

زخمي افغان

له امریکایانو سره د شوې توافقنانې په متن کې یوه مهمه مسئله د دوه اړخیز باورجوړولو لپاره د بندیانو د تبادلې مسئله ده. په توافقنامه کې راغلي چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې باید د کابل اداره پنځه زره او طالبان زر تنه بندیان خوشي کړي.

اصلا خو د بندیانو د تبادلې مسئله د هیڅ لوري لپاره امتیاز نه ګڼل کیږي. ځکه د دواړو خواوو محبوس افراد له زندانه خوشي کیږي. خو عجیبه دا ده چې د کابل چارواکي دغې موضوع ته په داسې نظر ګوري لکه یوازې چې د اسلامي امارت په ګټه وي نو ځکه یې د توافقنامې له امضا وروسته تر اوسه پورې د دې موضوع د ځنډولو هڅې جاري ساتلې دي.

دلته په دې نه غږیږو چې د بندیانو د تبادلې په مسئله کې څومره پرمختګ شوی او څه وخت به ازاديږي. بلکې یادې موضوع ده له دې زاویې نظر کوو چې دواړه اړخونو له خپلو بې وسه او محکومو ملګرو ( بندیانو ) سره څومره خواخوږي او وفا لري؟

که د اسلامي امارت اړخ ته نظر وکړو، هغوی د خپلو بندیانو د چارو د سمبالتیا، اړتیاوو د رفع کولو، علاج او نورو خدماتو لپاره د وزارت په کچه ځانګړی کمیسیون جوړ کړی دی. چې په هر ولایت کې خپل تشکیلات لري. له زندانونو سره ژوندۍ رابطه ساتي. په روزمره شکل د خپلو بندي ملګرو پوښتنه کوي. د ملګرو ملتونو، سره صلیب او بشر د حقوقو له ادارو سره فعاله رابطه او هماهنګي لري. تر څو د بندیانو د مشکلاتو د رفع کولو په برخه کې ترې کار واخلي. تاسو به متوجه یاست چې هر ځل په بندیانو کوم مشکل راغلی، یا کوم بندي په زندان کې وفات شوی د بندیانو د چارو کمیسیون ورباندې فوري اعلامیه خپره کړې او د بندیانو د سهولت او ازادۍ په لاره کې یې هیڅ کوښښ نه دی درېغ کړی.

د سولې په مذاکراتو کې هم د طالبانو استازو خپل بندیان نه وو هیر کړي. بلکې د هغوی خلاصون یې د یوې اساسي غوښتنې په ډول مطرح کړی و. تر دې چې له امریکا سره د شوې توافقنامې په متن کې یې د بندیانو خلاصون تسجیل کړ ،چې دا له خپلو بندي ملګرو سره د طالبانو د لوړې کچې وفاداري، ځوانمردي، میړانه او اخلاص ښيي.

خو که راشو مقابل جانب ته، همدا اوس په رسنیو کې دا خبره توده ده چې د بندیانو د تبادلې د ځنډ یو علت دا دی چې د کابل اداره د خپلو بندیانو د نومونو لست نه لري.  شاید یوه بندي ته د پاملرنې لومړنی کار همدا وي چې په یوه کتاب کې یې نوم ولیکل شي چې پلانی ولد پلانی له مخالف اړخ سره بندی شوی دی. د نوم له لیکل کیدو وروسته به د هغه پوښتنه کیږي اود خلاصون هڅه به یې کیږي.

نو چې د کابل اداره د خپلو بندیانو تش کاغذي لست هم نه لري، مطلب یې دا دی چې د ارګ چارواکي یوازې تر هغه وخته خپل عسکر د ځان بولي چې د دوی د دفاع لپاره یې سینې ډال کړې او په امنیتي کمربند ولاړ وي. کله چې ووژل شي، معلول شي او یا هم له مقابل اړخ سره بندي شي. په هماغه ورځ یې له خپل عسکر سره هره نوع اړیکه هم پرې شي. حتی د ذهن له تختې یې نوم محو کړي او بیا یې دا هم نه وي په یاد چې آیا کوم عسکر یې بندي شوی هم دی او که نه؟؟

خپلو بندیانو ته د اسلامي امارت پوره توجه که د طالبانو د وفادارۍ اوج تمثیلوي، د مقابل اړخ تر دې حده بې غوري چې حتی د خپلو بندیانو نومونه ورته نه دي یاد، د ارګ د چارواکو د جفاکارۍ او نامردۍ هغه اوج دی چې شاید پخوا یې بیلګه نه وي لیدل شوې.

دغه حالت د هغو عسکرو لپاره د فکر او تأمل وړ دی چې لا هم د خپلو جفاکارو مشرانو لپاره ځانونه وژني. دوی باید دغه دوه اړخیز چلند په عمیق نظر وارزوي او بیا د خپل راتلونکي د تعین په برخه کې ترې استفاده وکړي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Seaad
میلمه
Seaad

صاحېبه
ده کابل غلامانو له
الله ج
سره جفاء وکړه له ملت زمونږ له تارېخ سره ئ جفاء وکړه دوئ چاته وفاداره نه دې دوئ ده نفس غلامان دې دوئ ته صرف او صرف خپا څان او فامېل مهم ده !او بس
شه لېکنه دې کړې ده الله ج دې اجرونه درکړې

Back to top button
Close
Close