شعـــــرونه

غزل/ نسيم منصور

نسیم منصور

ملګري چې یو بل ته وفاداره وي له زړه نه
نو څومره به وي زیات وایه بیا خوند د یارانې

رقیب د زما مخې ته ډاډه راځي بې خاره
چې ما سره اشنا کړئ سوګند د یارانې

کوکونه یې چې کلک وي د وفا په تار او ستنه
هېڅکله به جدا نه شي پیـوند د یارانې

هلمند به خود پیکی د کندهار غیږه کې څنډي
ورکړي چې لاسونه دي میوند د یارانې

نسيم منصوره خدای دې د شبګیر بدله در کړي
نصیب د شه ښه خوب په ښه مړوند د یارانې

نسيم منصور

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close