روغتیانادري ناولده

یوه پیر پر خپلو مریدانو د کرونا مخنیوي لپاره ډیټول څښلي او ۵۹ کسان یې وژلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): افریقایي هېواد کینیا کې یوه پير پر خپلو مریدانو د کرونا ناروغۍ مخنیوي لپاره ډيټول څښلي چې له کبله یې ۵۹ کسان وژل شوي دي.

د کینیا پولیس یاده پېښه تاییدوي او په وینا یې په اړه یې پلټنې پيل کړي دي.

د پولیسو په وینا، یوه پیر خپل مریدان په خپله دیني عقیده په دې باوري کړي وو چې ډیټول د کرونا او ځینو نورو ناروغیو مخنیوي لپاره د درمل په توګه غوره ثابتیږي.

مګر له ډيټولو څښلو وروسته له ۶۳ کسانو څخه یې ۵۹ وژل شوي او ۴ نور روغتون کې په سخت حالت کې بستر دي.

دغه راز په تېره نږدې کې یاد پیر په کلیسا کې هم پر خپلو مریدانو ددې لپاره ډيټول څښلي وو چې دغه مایع به ددوی ناروغي ښه کړي.

یاد پیر زیاتوي چې د زیان رسونکو څښاکو امر یې خلکو ته د زیان رسولو په پار نه و کړی، بلکې د کرونا ویروس سربېره په بدن کې د هرې ناروغۍ پر وړاندې غوره ثابتېدلی شي.

هغه وایي، «زه پوهیږم چې ډيټول زیانمن دي، خو خدای ماته ددې د استعمال لارښونه کړې وه. لومړی کس زه وم چې ډيټول مې وڅښل» د هغه په وینا، په واټساپ یې یو شمېر پيغامونه ترلاسه کړي چې زیاتره خلک ترې ښه شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د خوښۍ ځای دی چی دا پیر او مُریدان ئې د اسلام پیروان نه دی که نه اوس به د کرائی روشنفکرانو د کرونائی قلمونو څخه د نیوکو او اعتراضونو او اتهامونو ډک د غولو بارانونه نازل وای.

احمدشاه
میلمه
احمدشاه

کاشکي دغه پير د اشرف لوړا غني او د هغه مرکچي پلاوي ته هم ور معرفي کړي

احمدشاه
میلمه
احمدشاه

کيدي شي چه دغه پير دي اشرف لوړا غني او ده هغه مرکچي پلاوي ته ور معرفي کړي؟

Back to top button
Close
Close