نړۍ

کرونا ويروس: امريکا کې د مړو شمېر ۱۰۰۰ او ناروغانو شمېر ۷۰ زرو ته رسېدلی

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالاتو کې د کرونا ويروس له امله تر اوسه د مړو شمېر زرو ته رسېدلی او په يوه ورځ کې لس زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، د کرونا ويروس له امله نن پنجشنبه د مړو شمېر زرو او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۰ زرو ته رسېدلی دی.

له چين او ايټاليا ورورسته تر ټولو زيات کسان په امريکا کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۷۰ زرو ته رسېدلی او د مړو شمېر ۲۱۲۸۷ ته پورته شوی دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د کرونا ویروس تر ټولو زياتې پېښې په نيويارک کې شوي او راتلونکې څو اونۍ يې د متحده ايالتونو لپاره سختې بللي دي.

د امريکا مشرانو جرګې له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د ۲۰۰۰ ميلياردو ډالرو بودجې منظوري ورکړې او د امريکا په تاريخ کې تر ټولو زياته بودجه د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close