روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: ډیر ژر به د کرونا مخنیوي لپاره د درمل جوړونې زیری ورکړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان ادعا کوي چې ډیر ژر به د کرونا وبا د مخنیوي لپاره خلکو ته په درملو جوړولو د خوښۍ زیری ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادانوم وایي، په نړۍ کې د ټولو هېوادونو لپاره کرونا وبا تر ټولو ستره ننګونه ده، دوی دې وخت نه ضایع کوي، «ددوی لومړیتوب باید ددې ویروس مخه نیول وي نه اقتصادي او ټولنیزې پیچلتیاوې».

د کرونا ویروس چې د جنوري میاشتې له پېله په چین کې خپور شو او اوس ټولې نړۍ ته رسیدلی دی، تر دې دمه د مخنیوي هیڅ تشخیص، درملنه او واکسین نه لري، همدا لامل دی چې دغې ویروس تر اوسه له ۲۲زرو زیات کسان وژلي او نږدې ۵۰۰زره پرې اخته شوي دي.

د چین، تایلاند، اسرائیل، جرمني، امریکا او ګڼو نورو هېوادونو کې څيړنیزو مرکزونو د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین ایجادولو ادعا وکړه خو دوی وایي چې ددې بشپړ چمتو والی به له ۱۴ څخه تر ۱۸ میاشتو وخت ونیسي.

په دې لړ کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ښاغلی تیدروس ادانوم وایي چې ډير ژر به د وژونکي کرونا ویروس پر وړاندې نړیوالو ته ددې د مخنیوي درملو په وړاندې کولو سره د خوښۍ زیری ورکړو.

د یادون ېده چې کرونا ویروس د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوی چې له ۲۲زرو زیات کسان یې وژلي او نږدې ۵۰۰زره کسان پرې اخته شوي دي.

له کرونا ویروس څخه نږدې د نړۍ په هر هېواد کې د مړینې راپور ورکول شوی دی.

د اسپانیا روغتیا وزارت وایي په تېرو څلورویشت ساعتونو کې پر دغه ویروس ۸۵۷۸ کسان نوي اخته شوي او ۶۵۵ کسان مړه شوي دي. په دې سره د ټولو اخته کسانو شمېر له ۵۶زرو پورته او د مړو شمېر له ۴زرو لوړ شوی دی.

ایټالیا کې دغه شمېره تر ټولو زیاته ده چې د مړو شمېر یې نږدې ۸زرو تنو ته رسیږي، او د اخته کسانو شمېر په کې له ۷۴زرو پورته دی.

د سعودي روغتیا وزارت په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د ۱۱۲ نویو پېښو پخلی کوي او د ۳ قربانیانو خبر ورکوي، دوی زیاتوي چې ۴ ناروغان بیرته روغ شوي دي.

پاکستان کې ۱۱۱۸ پېښې ثبت شوي چې زیاتې یې په سند، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دي، ددې سربېره د مړو شمېر ۸ تنو ته رسیږي او د روغ شویو ناروغانو شمېر له شلو زیات شوی دی.

افغانستان کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس نوې پېښه نه ده راپور شوې، تر دې دمه د ټولو ۸۴ پېښو او د ۲ کسانو د وژل کېدو خبر ورکول شوی دی.

د ایران روغتیا وزارت له کوم هېواده چې په منځني ختیځ او عربي نړۍ کې کرونا ویروس ځان ځای پر ځای کړ، تر دې دمه د ۲۲۳۴ قربانیانو خبر ورکوي.

په امریکا کې د مړو شمېر زرو کسانو ته رسیدلی او د ناروغانو شمېر نږدې ۷۰زرو ته پورته شوی دی. دغه راز په اسرائیل کې د اخته کسانو شمېر ۲۶۶۶ تنه شوی دی.

بل لوري ته د خوښۍ خبر له کرونا ویروس څخه د ناروغانو شمېره ده، چې تر دې مهاله ۱۱۷زره کسان بیرته روغ او عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close