افغانستان

د کرونا څخه د مخنیوي په خاطر تر لس زرو زندانیان خلاصېږي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د زندانونو د چارو د تنظیم عمومي مسئول «احمد راشد توتاخېل» وایي، د کرونا د مخنیوي په خاطر تر لس زرو پورې زندانیان خلاصېږي.

توتاخیل چې نن یې د لوی څارنوال او د روغتیا د وزیر په حضور کې په کابل کې رسنیو ته خبرې کولې، وویل، د کورونا له خپراوي څخه د مخنیوي په موخه د افغانستان حکومت په زندانونو کې د ننه ټول تدابیر نیولي، له پایوازانو سره د بندیانو اړیکه پرې شوې او نوي زندانیان له ازمویني پرته بلاکونو ته نه تقسیمېږي.

توتاخېل زیاتوي «د روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم باید د زندانیانو تر منځ فاصله رامنځته شي، خو د افغانستان په زندانونو کې تراکم زیات دی او فاصله ممکنه نه ده، نو ځکه ښايي، د نورو هیوادونو له تجربو څخه ګټه واخستل شي او یو شمېر زندانیان ازاد شي.»

د توتاخیل په خبره، د عدلي او قضايي ارګانونو او د زندانونو له ادارې سره په همغږۍ به د اشرف غني د فرمان سره سم له ۹-۱۰ زره زندانیانو د خلاصون پروسه تر لسو ورځو پورې وروستۍ شي.

نوموړي ددې تر څنګ ټینګار وکړ، چې په خلاصېدونکو زندانیانو کې هيڅوک داسې شتون نه لري، چې د افغانستان داخلي امنیت او یا هم بهرني امنیت ته ګواښ وي.

که څه هم څرګنده نه ده، چې په خلاصېدونکو بندیانو کې طالبان هم شته یا نه ، خو دغه فرمان داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره ورځ طالبانو او حکومت د زندانیانو په خلاصون موافقه وکړه او پرېکړه وشوه، د مارچ په ۳۱ مه نېټه به د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون پروسه عملا پیل کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کابل ګیدړانو د لیوانو ( اشغلګرو ) په دستور یی اول د طالب بندیانو په ازادولو کی سره کرښه کش کړه چه نه یی ازادوو، په دی نه ازادولو کی دوه مهمی موخی نغښتی وی . یوه یی د غلامی اداری مصنوعی خپلواک ښودنه، او بله یی د بندیانو په نه ازادولو که طالبان د غلام غنی سره مخامخ خبرو ته کینوی چه له امله به یی غ اداره او اشغال مشروعیت او رسمیت ترلاسه کړی

مجاهد
میلمه
مجاهد

له بره مرغه هغه دواړه موخو کی ناکام باتی شول اوس یی د لس زره بندیانو ږغ بورته کړو [ دروغ، غلا او درغلی خو د دموکراسی ایمان او تقوی ده ]
په دی دروغینه کړنه داسی وانمود کوی چه د کرونا له ویری مو لس زره بندیان خوشی کړل زندان چاپریال ورته مناسب نه وو او طالبانو سره یی هم ژمنه وکړه چه د دی میاست تر اخره یعنی دری ورځی وروسته به طالب هغه بندیان خلاصیږی چه لسم یی ورکړی شوی او امریکایانو ورسره توافق کړی دی .

جمیل
میلمه
جمیل

غلامانو خو پنځه زره بندیان نه خلاصول د امریکا څخه داسی ډبله سره کورونا ورته راغله ویل ته پنځه زره نه خلاصوی خو زه به لس زره درباندی خلاص کړم ، دی سری کورونا پیسی هم ځنی وګرځولی ویل که بیا دی د کورونا په خوله ونکړه نوره سزا به هم درکړم . اوس غلام دولت پوه سو چی د کورونا د مخنیوی او د هغه د خوښی لپاره باید نور او نور هم سرونه ټیټ کړی . غلام دولت باید دا ومنی چی د طالبانو اسلامی نظام امریکا او نړیوالو منلی دی ، افغانانو خو پخوا لا منلی و… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close