افغانستانسولې اړوند خبرونه

افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو لپاره نوی مرکچی پلاوی اعلان کړ

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د اشرف غني د حکومت اړوند د سولې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوی اعلان کړی دی.

د سولې لپاره د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي پر خپل ټویټر پاڼه دغه خبرپاڼه نشر کړې او ویلي يې دي چې دغه پلاوی « له ډېر غور او له ټولو اړخونو او د ټولنې له اغېزناکو اقشارو سره تر سلا مشورو وروسته ټاکل شوی».

د نوموړي په وینا ددغه پلاوي دنده به د سولې په خبرو اترو کې «د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب وي».

د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي له قوله په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې پروسې د مخته وړلو او تصمیم نیولو د ټولو مېکانېزمونو د مدېریت په برخه کې د افغانستان اسلامي‌ جمهوریت له خوا ټولې آسانتیاوې برابروي او اړوندې اجرايي چارې به په مسوولانه توګه پرمخ یوسي».

په خبرپاڼه کې لاندي کسان د مرکچي پلاوي په توګه معرفي شوي:

1.محترم معصوم ستانکزی، د پلاوي په رأس کې
2.محترمه فاطمه گیلانی
3.محترم نادر نادری
4.محترم عبدالمتین بیک
5.محترمه فوزیه کوفی
6.محترم ضرار احمد مقبل
7.محترم عبدالهادی ارغندیوال
8.محترم محمد رسول طالب
9.محترمه حبیبه سرابی
10.محترم داکتر غیرت بهیر
11.محترم محمد حفیظ منصور
12.محترم غلام فاروق مجروح
13.محترم مولوی عنایت الله بلیغ
14.محترم باتور دوستم
15.محترم کلیم الله نقیبی
16.محترم محمد ناطقی
17.محترم جنرال ایوب انصاری
18.محترمه شهلا فرید
19.محترمه شریفه زرمتی
20.محترم خالد نور
21.محترم داکتر امین احمدی

باید وویل شي چې تيره ورځ هم ورته یو لست خپور شوی وو، چې شل کسان په کښي کي وه، خو وروسته د سولې وزارت له لوري هغه لست رد شوی وو او نن د لږ بدلون سره رسما یو ځل بیا نشر شو.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه، بین الافغانی مذاکرات او غونډه اجندا څه ده؟ ایا طالیبان توپک په زمکه ایږدی؟ اشرف غنی قدرت طالیبانو ته سپاری؟ د نولس کاله جنګ روسته طالیب او دولت سره یو کیږی ؟ موقتی حکومت جوړوی؟ اجندا او د بحث مسایل لومړی باید په ګوته شی،بیا د مرکچی اعلان شی. هیڅ د مرکه مسله معلومه نه ده. ملت ته پوره معلومات ورکړی.د د پټ پټونی مرکی به ګټه ونه کړی.لکه د مسکو دوه ځله غونډه بن غونډه راولپنډی حاجی کمپ نواز شریف د مجاهدینو ۱۹۹۰ غونډه په پورتنی لیست کی هم ازمایلی شوی .پخوانی غله او ځنی د غلو… نور لوستل »

جمیل
میلمه
جمیل

صبا او بل صبا به نور لستونه اعلان کړی .

احمدشاه
میلمه
احمدشاه

د خداي لپاره داسړي و ځانته دويم مغز متفکر وايي او دغه يي ليست دي، لعنت د وي پر دغسي پلورشوي ماغزه که اول هم وي

احمدشاه
میلمه
احمدشاه

د خداي لپاره داسړي و ځانته دويم مغز متفکر وايي او دغه يي ليست دي، لعنت د وي پر دغسي پلورشوي ماغزه که اول هم وي

سيد زرغون شآه آغا
میلمه
سيد زرغون شآه آغا

دا خو همهغه پخوانى ليست دى. فقط يوه فوزيه کوفى په کى اضافه ده

Miragha mjrohe
میلمه
Miragha mjrohe

El gobierno de Kabul solamente presentan los personas muy las qué tienen experiencia en mintiera asesinar robar engañar no cre en democracia y ni respetan, tampoco no tiene experiencia de hablar con que esta al frente, ellos solamente lo saben muy bien de sus hijas hijos, de sus bolsas y de las sillas que quieren en el futuro para sus familia, no le importa ni se preocupa para allá que esta en un difícil situación, mejor digo personas que son malas de malas en todo el tiempo

Back to top button
Close
Close