شعـــــرونه

غزل/ انس حقاني

 آنس حقاني

په شرنګ کي يي خدای ايښي کمالونه عجيبه
زنځير وايي ځوانانو ته درسونه عجيبه

مړه زړونه راژوندي کړي لاسونه چې زخمي کړي
خوندونه په کې پټ دي او دردونه عجيبه

اسرار د دنيا ټول درته د لمر غوندې روښان کړي
او نور هم درته ووايي رازونه عجیبه

سينګار د زنځيرونو په رښتيا د رب خوښيږي
بندي جانان هم ځکه کړي نازونه عجیبه

«آنسه» پرې نازيږه هميشه پرې افتخار کړه
په لاس باندې دې ښه ښکاري داغونه عجيبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x