افغانستان

تخار کې د دفاع وزارت پوځي چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسيا (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹ل): د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې د دفاع وزارت يوه پوځي چورلکه نسکوره شوې ده.

د دفاع وزارت وياند فواد امان هم ويلي، د ملي اردو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو په کې سپرو کسانو ته زيان نه دی اوښتی.

د فواد امان په وينا چورلکه له بلخ ولايت څخه تخار ته روانه وه، چې تالقان کې يې سقوط وکړ او د پېښې لامل يې تخنيکي ستونزه بللې ده.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د دفاع وزارت اړوند ګڼې چورلکې نسکورې شوي، چې د ډېری د نسکورېدو مسؤوليت طالبانو منلی دی، خو تر اوسه يې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x