ټولنیزه برخه

عمواس وبا کې ابو عبيده ته د عمر لیک

حامد افغان

کله چې فلسطین کې د عمواس مرګونې وبا خوله خښه کړه، د ګڼ شمېر مسلمانانو او صحابه کرامو د مرګ خبرونه مدینې ته ورسیدل، د اسلام زړه سوانده خلیفه عمر بن الخطاب رضي الله عنه سخت خپه او غمژن سو، ځکه په کراره کراري یې د ایمان او عقیدې وروڼه یوه په بل پسې وفات کیدل. او بل هلته د ابو عبيده بن الجراح رضي الله عنه په څېر سړی هم و چې په عمر سخت زیات ګران و.

ابو عبیده په عمر دومره ګران و چې یوه ورځ عمر یوه کوټه کې له خپلو ملګرو سره ناست و، هغو ته یې وویل: تاسو چې څه ارزوګانې لرئ هغه ووایئ، هغوی چې خپلې ارزوګانې وويلې عمر وویل: زما ارزو دا ده چې کاش دا کوټه مې د ابو عبيده په څېر سړیو نه ډکه لرلی… د عمر رضي الله له دې هیلې او ارزو معلومولی شو چې هغه له ابو عبيده سره څومره مینه لرله!!

نو د عمواس وبا کې عمر رضي الله عنه د نورو ترڅنګ په ابو عبيده رضي الله عنه وویریدی او مدینې ته د راغوښتلو او له وبا نه د ژغورلو په نیت یې دا لیک وروليږه: پر تا دې سلام وي، بیا دا چې تا ته مې د څه کار لپاره ضرورت دی، غواړم مخامخ درسره ووينم، نو کله چې دا لیک ولولې؛ پر ځمکه یې مه ږده سمدستي راروان شه.

راوي زیاتوي: ابو عبيده چې لیک ولوست پوه شو چې عمر غواړي دی د وبا له سیمې وباسي نو ویې ویل: الله دې امیر المؤمنین ته بښنه وکړي. بیا یې په ځواب کې ورته ولیکل: زه پوه شوم چې ته ما ته څه اړتیا لرې، زه د مسلمانانو له لښکر سره یم، زه ځان له هغوی غوره نه ګڼم، زه نه غواړم له هغوی نه بېل شم. زما او هغوی په اړه چې الله تعالی څه پرېکړه کوي پر هغه راضي یم. نو اې امیر المؤمنینه! ما له دوی سره پرېږده.

عمر ته چې د ابو عبيده لیک ورسید او ویې لوست؛ په ژړا شو… خلکو ورته وویل: امیر المؤمنین! ایا ابو عبيده وفات سوی؟! هغه وویل: نه، خو لکه وفات چې وي… عمر ابو عبیده ته په بل لیک کې ولیکل: پر تا دې سلام وي، بیا دا چې خلک دې په ژوره زېم لرونکې او خوړینه ځمکه کې ساتلي دي، هسکې او هوادارې ځمکې ته یې وخیږوه. او بیا یې خلک لوړ ځای ته پورته کړل. تاریخ الطبري

په دې موده کې بیا ابو عبيده رضي الله عنه وفات شو، له ده وروسته معاذ بن جبل رضي الله عنه د لښکر مشر وټاکل شو او هغه هم په وبا وفات شو، دریم ځل عمرو بن العاص رضي الله عنه امیر مقرر شو، هغه خلکو ته وویل چې غرونو کې خپاره شئ او په دې توګه بیا وبا ختمه شوه.

دلته لوستوالو ته دا سوال پیدا کیږي چې د وبا ځای ته د نه ورتګ او د وبا له ځایه د نه وتلو حدیث په رڼا کې عمر رضي الله عنه ولې ابو عبيده رضي الله عنه مدینې ته وروغوښت؟ که څه هم دا ځواب زیات تفصیل ته اړتیا لري، خو زه کوښښ کوم چې په لنډه توګه یې ځواب کړم.

هغه داسې چې د دې حدیث په اړه صحابه کرام دوه نظرونه لري، یو نظر دا دی چې دې حدیث کې تاويل شوی او د وبا له ځایه خاصو حالاتو او د اړتیا په صورت کې وتل روا دي. یا دا چې روغ خلک د وبا له ځایه خوندي ځای ته وتلی شي او په وبا اخته خلک باید ونه وځي. او دویم نظر یې د نه روا والي ده. او بله مهمه خبره دا ده چې ابو عبيده رضي الله عنه د مجاهدينو مشر و، هلته مجاهدین له رومیانو سره پر بوله پراته وو او بل دا مهال فلسطین نوی فتحه شوی و، نو په داسې شرایطو کې ابوعبیده وضعه له نږدې څارله او وتل یې مناسب نه ګڼل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close