روغتیانړۍ

امريکا کې پر کرونا اخته کسان له بل هر هېواد زيات شول

نن ټکی اسيا (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹ل): کرونا ويروس چې د جنوري مياشتې په لومړيو کې د چين په هوبای ايالت ووهان ښار کې خپور شو تر دې دمه په چين کې نږدې ۸۲زره کسان اخته شوي دي.

د کرونا چټک خپريدل ددې لامل شول چې چين د زياتې ابادۍ ښار ووهان له نورو ټولو ښارونو سره د هر ډول ځمکيني او هوايي ترانسپورت پر تګ راتګ بند کړي او خلک يې په کورونو کې بشپړ قرنطين کړل.

خو لکه څنګه چې دغه ويروس د چين نورو ښارونو او له هغه ځايه نورو هېوادونو ته خپور شو اوسمهال پرې ټول له نيم مليون زيات وګړي اخته شوي دي.

په تېره نږدې کې کرونا ويروس په امريکا کې تر ټولو زيات خپور شوی، چی شمېر يې د چين سربېره له بل هر هېواد زيات شوی دی.

د امريکا په متحده ايالاتو کې د نن ورځې شمېرو سربېره په کرونا د اخته کسانو دقيقه شمېره (۸۵۶۱۲) تنو ته رسيدلې ده، په داسې حال کې چې چين د (۸۱۳۴۰) پېښو تاييد کړی دی.

نیویارک د امريکا يوازينی ايالت دی چې زياتې ۳۸۹۹۷ پيښې په کې ثبت شوي دي، دغه راز په نيو جيرسي کې له شپږ زرو او کالفورنيا کې له څلور زياتې پيښې راپور شوي دي.

د چين روغتيا وزارت وايي، د هېواد په داخل کې له تېرو ۷ ورځو راهيسې هيڅ نوې پېښه نه ده ثبت شوې، مګر لسګونه نورې د هغو کسانو پيښې ثبتې شوي چې له بهر څخه چين ته راغلي دي.

بل لوري ته د هغو کسانو شمېره چې له کرونا وبا څخه يې خپل ژوند له لاسه ورکړی له ۲۴زرو پورته شوې ده، د قربانيانو زياته شمېره په ايټاليا کې ده چې تر دې دمه ۸۲۱۵ کسان وژل شوي دي.

دغه راز اسپانيا کې هم د کرونا قربانيان له چين زيات دي، په دی هېواد کې ۴۳۶۵ کسان وژل شوي، په چين کې د مړو شمېر ۳۲۹۲ تنه دی او په امريکا کې د مړو شمېر له ۱۳۰۰ پورته شوی دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن سهار رسنيو ته په خپله وينا کې وويل، د زياتو پېښو ثبتېدل په دې معنا دي چې دغه هېواد کې د کرونا معاينې او تشخيصولو لړۍ چټکه شوې ده.

نوموړي له دې وړاندې ويلي وو چې امريکا په اقتصادي لحاظ يو نه ماتېدونکی هېواد دی او د اپريل مياشتې تر پايه به له کرونا څخه ژوند عادي حالت راوګرځي.

د يادونې ده چې چين د کرونا له منځه تلو ادعا کوي، خو دوی وايي لا هم احتياطي تدابير پرمخ وړي، د روغتيا وزارت په وينا اوسمهال د کرونا فعالې پېښې له شپږ زرو کمې او بيرته روغ شوي نږدې ۷۵زره تنه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x