روغتیانړۍ

د برتانيا صدراعظم بوریس جانسن په کرونا اخته شوی

نن ټکی اسيا (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹ل): د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن په خپله ټويټر پاڼه د ويديو له لارې وايي چې هغه د کرونا په ویروس اخته شوی دی.

نوموړي نن د جمعې په ورځ د مارچ ۲۷مه په خپل ټویټر لیکلي دي چې د هغه معاینات مثبت ثابت شوي او اوس یې ځان په کور کې قرنطین کړی دی.

بوريس جانسن وايي چې د قرنطین په دوره کې به هم د حکومت مشري کوي‌، غونډې او نور مسایل به د ویدیو کنفرانس له لارې مخ ته وړي.

تر دې مهاله په برتانيا مې په کرونا ويروس ۱۱۶۵۸ کسان اخته شوي او ۵۷۸ نور مړه شوي دي.

اونۍ وړاندې د برتانيا شهزاده چارلز هم په کرونا ويروس اخته شوی و.

اوسمهال نړۍ کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر له نيم مليون زيات شوی او ټول يې له ۲۴زرو زيات کسان وژلي دي.

امريکا يوازینی هېواد دی چې پر کرونا زياتې پيښې په کې ثبت شوي، په داسې حال کې چې ايټاليا کې د قربانيانو شمېر له ۸زرو پورته شوی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د کرونا د غېږی روغبړ د کرونا سره هم ښکلې منظره ده.
په کابالیسټی تفکر کی کرون ( تاج) د نمرود او د بابل د برج د ادعا سمبول دی او ددې کرون یا تاج څښتن یا څښتنان همهغه د انګلیس د جزیرې شاهان دی.
امّا د لوی او حقیقی تاجدار اراده شاید داسی وی چی کرون په کرون ( کرونا) ذلیل کاندی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close