شعـــــرونه

غزل/ جابر کندهاری

جابر کندهاری

زړه کي يوه څړيکه وه سلګۍ ورسره ووته

غم يې بدرګه کړ اسوېلۍ ورسره ووته

ما د چا په يادکي ذهين فکر داسي صرف کړلو

دومره چي له ياده مي نړۍ  ورسره ووته

ماله مدرسي څارئ پر کور د الوتکو شپول

اور يې تر خوله وويست توغندۍ ورسره ووته

نن ماشوم طالب کندوزکی دومره سزا وليده

لاس نه يي خوښۍ اوکورنۍ ورسره ووته

يار يې هدیرې ته ووړ  ګلونه يي پرې وشيندل

څوقدمه کور نه ناوکۍ ورسره ووته

زيرئ درکوم دا نتېجه دقربانیو ده

ټول يې باداران سوله او دوئ ورسره ووته

مات شو اتحاد احزاب خندق نه تجلا وشوه

زېری  د کسری قيصرسپرغۍ ورسره ووته

ستا د مريدۍ برخې  قاسم وېشي له بخت سره

هيسکه د جابر د ملنګۍ ورسره ووته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x