افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو او امریکا د کابل له لوري د بین الافغاني مذاکراتي ټیم له جوړېدو هرکلی کړی

نن ټکی اسيا (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د امریکا سفارت او د ناټو سازمان د کابل حکومت له لوري د بین الافغاني مذاکراتي ټیم د جوړېدو هرکلی کړی.

د کابل سفارت په خپله ټویټر پاڼه باندې د ټیم د جوړېدو خبر ته په غبرګون کې لیکلي « موږ د افغان سولې په پروسه کې له دې مهم ګام هرکلی کوو. د غه خلګ د ملت هیلې په اوږو وړي، موږ زیار باسو ددوی او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړو، څو د سولې ژمنه په یوه حقیقت واوړي.»

بل لور ته ناټو هم په یوه تبصره کې د کابل له لوري د بین الافغاني مذاکراتي ټیم له جوړېدو د هرکلي تر څنګ ویلي، چې دوی روان سیاسي بحران ته اندېښمن دي او په افغان مشرانو غږ کوي، څو دې کړکېچ ته یوه حل لاره وباسي.

د ناټو سازمان د عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» غږ کړی، چې افغان مشران باید روان سیاسي کړکېچ ته یو هر اړخیز حل راوباسي، تر څو له طالبانو سره په توافقنامه کې شوې ژمنې عملي شي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د کابل حکومت له لوري بین الافغاني مذاکراتي ټیم تشکیل شو، چې تر اعلان  څو ساعته وروسته د سیاسي ګوندونو له لوري رد شو او یاده شوه، چې دا ټیم له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري.

دغه ټیم چې مشري یې د ملي امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزي ته ورسپارل شوې د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، د عطاء محمد نور زوی خالد نور، فاطمه ګیلاني، فوزیه کوفي، حبیبه سرابي، ذکیه وردګ، شهلا فرید، محمد ناطقي، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، شریفه زرمتۍ، رسول طالب، ایوب انصاري، کلیم الله نقیبي، امین احمدي، عبدالهادي ارغندیوال، عنایت الله بلیغ، حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، ضرار احمد مقبل، امین احمدي او غیرت بهیر پکې شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x