افغانستانسولې اړوند خبرونه

اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د دایمي اوربند غږ کړی

نن ټکی اسيا (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹ل): اروپايي اتحادیې په یوه اعلامیه کې «اوربند» د افغانانو هیله بللې او په افغانستان کې یې د دایمي اوربند غږ کړی.

د اروپايي اتحادیې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې په زابل کې د لسګونو عسکرو او په کابل کې د درمسال دننه د سیکانو د وژل کېدو پېښو ته اشاره شوې، د بریدونو له قربانیانو سره غمرازي ښودل شوې او تر څنګ یې یاده شوې، چې دا ډول بریدونه د دوحې له موافقې په مخالفت کې دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي « اوس تر بل هر وخت زیات په افغانستان کې د اوربند اړتیا ده، اوربند د افغانانو هغه همېشنۍ هیله ده، چې اروپايي ټینګ ملاتړ ترې کوي.»

اروپايي اتحادیه داسې مهال د اوربند غږ کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ باید بین الافغاني مذاکرات د مارچ په لسمه پيل شوي وای او هلته د اوربند بحث مطرح شوی وای، خو د کابل حکومت د مشرانو خپلمنځي اختلافاتو او په وخت باندې د طالب زندانیانو نه خلاصولو دا مذاکرات تر یوې نامعلومې مودې وځنډول.

اوس که څه هم تمه ده په روانو دریو ورځو کې د طالب او حکومتي زندانیانو د خلاصون پروسه عملا پیل شي، خو لا هم څرګنده نه ده د افغانانو خپلمنځي خبرې به چېرې او څه مهال پیل کېږي.

بل لور ته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د کابل حکومت له لوري جوړ شوی ټیم هم «ټول شمول» نه برېښي او د سیاسي ګوندونو له لوري رد شوی، چې د شنونکو په باور دا هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل په برخه کې ګڼې ستونزې زیږولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x