افغانستانروغتیا

د کرونا خپريدو مخنيوي په پار کابل ښار قرنطين شو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹ل): افغان حکومت په کابل ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار پر ښاريانو محدوديتونه اعلان کړل.

دغه پريکړه به سر له سبا (شنبې ورځ، ۲۸ مارچ د وري له ۹مې) نيټې عملي شي. چارواکي د کابل له ښاریانو غواړي چې له اړتیا پرته له کورونو بهر ونه‌ وځي.

د دغه اعلان پر اساس به ټول دوکانونه د خلکو پر مخ تړلي وي، خو هغه دوکانونه چې د خلکو د اړتیا وړ مواد پلوري او هغه هوټلونه چې کورونو ته پاخه خوراکي مواد انتقالوي به د کابل ښاریانو پر مخ خلاص وي.

دغه راز به ښاري بسونه او هغه واړه موټر چې له څلورو زیات کسان په‌ کې ځاېیږي هم نه‌ شي کولای په دې ښار کې تګ راتګ وکړي. د حکومت د امر سره سم به د قصابۍ مالونه له ښاره بیرون حلاليږي.

ددې ترڅنګ زیارتونه، پارکونه، حمامونه، مدرسې، ښوونځي او د لوړو زده‌ کړو تحصیلي مؤسسې له م وتړل شي.

د يادې پريکړې سره سم به د کابل او نورو ولایتونو ترمنځ تګ راتګ بند شي او په دې ښار کې دولتي ادارې هم د درېیو اونیو لپاره رخصت شوي دي.

روغتیایي مرکزونه، درملتونونه، امنیتي ادارې، د کابل ښاروالۍ د پاکوالي برخه، د کرونا ویروس سره د مبارزې اداره، بانکونه، صرافۍ او نانوايي د روغتیايي تدابیرو نیولو ته په کتو له دې امره مستثنا دي.

د افغان حکومت ددغی پرېکړې پر اساس د کابل ښار اوسيدونکي یوازې کولای شي له روغتیايي خدماتو، لومړنیو خوراکي توکو او له یو بل سره د همکارۍ لپاره له کور څخه ووځي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي ښاريانو ته په خطاب کې وايي، «که هر چا له دغې پرېکړو سرغړونه وکړه قانوني چلند به ورسره وشي.

نوموړی زياتوي: «موږ له خلکو غواړو چې د خپلې روغتيا لپاره دې له اړتیا پرته له کور څخه نه راوځي، که څوک په دې برخه کې د قانون خلاف عمل وکړي پر وړاندې به‌ یې قانوني چلند وشي».

له دې وړاندې په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې هم په ګرځېدو بندیز لګېدلی دی. د جلال اباد ښار کې هم پارکونه او عامه ځايونه تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۴ تنو ته رسېدلی چې ډير يې په هرات او يوازې څلور يې په کابل کې دي. ددې سربېره څلور کسان وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزير فيروز الدين فيروز وايي که خلک روغتیايي لارښوونو ته جدي پاملرنه ونه‌ کړي ممکن د افغانستان میلیونه وګړي په دې ویروس اخته او زرګونه له منځه ولاړ شي.

نوموړي چې په ياده ناسته کې حضور درلود، د ناستې په ترڅ کې وویل، «که وضع شوي اقدامات عملي شي په کرونا ویروس د اخته کسانو کچه به ټيټه شي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x