افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل د مذاکراتي ټيم ځيني غړي: نه مشوره راسره شوې او نه په دې برخه کې مالومات لرو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت له لوري د بین الافغاني مذاکراتو ټیم ته ور یو ځای شوي یو شمېر غړي وایي، مذاکراتي ټیم په تول پوره نه دی او دوی پرته له مشورې دې ټيم ته ور یو ځای شوي.

د ټیم د غړو له ډلې غلام فاروق مجروح طلوع نیوز ته ویلي «هغه لست چې تېره ورځ نشر شو، زما نوم هم پکې شامل وو، ولې نه له مرکز څخه له ما سره په دې اړه مشوره شوې او نه په دې برخه کې کافي مالومات لرم.»

د کابل د بین الافغاني مذاکراتي ټیم یوه بله غړې «فوزیه کوفي» بیا ټيم نیمګړی بولي، خو په خبره یې، دا د کار پیل دی او تمه ده په راتلونکې کې هم د ښځینه غړو شمېر پکې زیات شي او هم تخنیکي ټیمونه ورته وګمارل شي.

د کابل حکومت مذاکراتي ټیم چې تېره ورځ اعلان شو، نه یوازې دا چې خپله د ټيم غړي یې نیمګړی بولي، د سیاسي ګوندونو له لوري هم رد شوی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند یو تن غړی «فضل الهادي وزین» وایي « مناسب لست نه دی، ګڼې ستونزې لري او ټولو هغو کسانو ته په بشپړ احترام چې په دې لست کې شته، دا لست سیاسي احزابو ته د منلو وړ نه دی.»

دغه مذاکراتي ټيم چې د ملي امنیت د پخواني رییس «معصوم ستانکزي» په مشرۍ جوړ شوی د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، د عطاء محمد نور زوی خالد نور، فاطمه ګیلاني، فوزیه کوفي، حبیبه سرابي، ذکیه وردګ، شهلا فرید، محمد ناطقي، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، شریفه زرمتۍ، رسول طالب، ایوب انصاري، کلیم الله نقیبي، امین احمدي، عبدالهادي ارغندیوال، عنایت الله بلیغ، حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، ضرار احمد مقبل، امین احمدي او غیرت بهیر پکې شامل دي.

د شنونکو په باور، اشرف غني د یوه کمزوري ټیم په جوړولو غواړي وخت ضایع کړي او د سولې پروسې بشپړ واک له ځانه سره وساتي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ای احمقانو بادار منلی دی. بیا ځانونه په شرمو شرموی. که نه هسی تاسی بی وجدانه نه شرم لری، نه حیا، نه ضمیر، نه اخرت……… بلکی یوازی خپل جیب ښه پیژنی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close