افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د کابل ټاکل شوی ټیم «ټولشموله» او «جامع» دی

نن ټکی اسيا (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د کابل له لوري د بین الافغاني مذاکراتي ټيم له تشکیل هرکلی کړی.

خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «غواړم چې افغان حکومت او د سیاسي او مدني ټولنې مشرانو ته د سره راټولیدلو مبارکي ورکړم. دوی له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه ټولشموله مذاکراتي ډله جوړه کړې ده. د اسلامي جمهوریت پلاوی د ولس د رښتیني انځور او د ښځو د رغنده ونډې څرګنداوی کوي.»

نوموړي زیاته کړې «دغه اجماع، یو با مفهومه ګام دی چې خواوې د بین الافغاني مذاکراتو لور ته ډیر نږدې کوي.»

خلیلزاد داسې مهال د کابل مذاکراتي ټیم ټولشموله بولي او هرکلی ترې کوي، چې په کابل کې زیاتره سیاسي ګوندونو دا پلاوی رد کړی او یاده کړې یې ده، چې دا ټیم له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري.

له دې سره، سره د بین الافغاني مذاکراتو په ټيم کې راټول شوي یو شمېر غړي هم مني، چې ټیم په تول پوره نه دی او حتی له دوی سره له مشورې پرته دوی دې ټیم ته داخل شوي.

د کابل مذاکراتي ټیم یوویشت غړي لري او د ملي امنیت د پخواني مشر «معصوم ستانکزي» په رهبرۍ تیار شوی.

په دغه ټیم کې په معصوم ستانکزي سربېره د د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، د عطاء محمد نور زوی خالد نور، فاطمه ګیلاني، فوزیه کوفي، حبیبه سرابي، ذکیه وردګ، شهلا فرید، محمد ناطقي، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، شریفه زرمتۍ، رسول طالب، ایوب انصاري، کلیم الله نقیبي، امین احمدي، عبدالهادي ارغندیوال، عنایت الله بلیغ، حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، ضرار احمد مقبل، امین احمدي او غیرت بهیر پکې شامل دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
د بین الافغانی مذاکراتو ټیم په څه باندی مذاکره کوی؟
اشرف غنی له تخت لیری کوی؟ملا ستانکزی راوالی؟
طالیبان ټوپک غورزوی دولت سره یو ځای کیږی؟
زه خو نه پوهیږم .یا کیدای شی زما سر کرونا ګرزولی وی،څوک شته لږ تبصره په وکړی؟
چه دا مذاکراتی ټیم چه سره ټول شی ،بیا به یی څوک خبره ومنی کنه؟

مجاهد

مسلمانو او خپلواکو افغانانو سره په دی اړه :
لکه چه ځینی وایی د هیواد ستونزی داخلی او خارجی بعدونه لری.

خارجی بعد له مخی:
وایی چه نړی یو قطبه شوی څه ماهیت لری ؟
یعنی پخوا متعدد استعماری قدرتونه د روس او امریکا په دوه استعماری قدرتو او هغه هم د نظم نوین جهانی په واسطه به یوه نړیوال استعماری قدرت بدل شو. دموکراسی یی نړیوال دین او نظام، حکومتی تشکل یی سکولریزم ، قومونه په ګوندونو او ایزمونو بدل کړل. ماسونیزم نړیوال ګوند چه د نړی ټول غلامان او باداران یی غړیتوب لری. د همدی ګوند به مټ یی د ټولی نړی لوی سرمایدران او سیاست مداران همغږی او هم سنګره کړی دی.
په هر صورت، د ۹/۱۱ په جوړولو او کارولو یی له احتمالی اسلامی مقاومت له ځپلو وروسته ( نوره نړی فتح شوی ) یی نړیوال حکومت یا د زمکی شاهنشاهی اعلانوله او پلی کوله. مګر افغانستان ( د لویو قدرتو هدیه هیواد ) کی یی د استشهادی وسلی ضد نه درلود داخبره جورج بوش هم وکړی ویی ویل [[ استشهادی بریدونه مو نه وو پیشبینی کړی ]]. د ټول وحشت کارولو سره سره دشرمیدلو ماتو سره مخ شو په نظامی، مالی او نورو ټولو ډګرو کی د ملاماتونکو ماتو سره مخ او په سجدو شول د خپلواکی توافقنامه یی ورسره لاسلیک کړه.

داخلی بعد له مخی:
روسانو، امریکایانو، انګریزانو او داسی نورو مونږ نه شو اشغالولای مګر دا چه زمونږ د ګوتو په شمار بی ضمیره ورسره ملتیا نه لرلی پرونی کمونستان او نننی سکولریستان ( اخوانیان، کمونستان او نشنلستان ) یی ژوندی مثالونه دی لکه چه محکی وویل شول په نظم نوین جهانی نړیوال استعمار کی د روسانو په ګډون د ټولی نړی خاینین ونډه او غړیتوب لری نو کمونستان ( لکه غنی، اتمر، علومی، معصوم ستانکزی او داسی نور ځکه پکی لوړپوړی چارواکی دی.) ځکه د نوی اشغال د غلامی اداری سره لوړپوړی چارواکی دی.
کله چه امریکایان او اروپایان کډه کوی غواړی چه همدغه بی ضمیره کمونستان، نشنلستان او اخوانیان په راتلونکی حکومت کی ځای ناستی او یا په اوسنی موقفو یی پریږدی.
راتلوکی اداره کی به یو څو طالب وزیران هم وی هغوی به هم په بیه رانیسی او لا به یی د نامعلومو وسله والو بلیک واتر ( داعشیانو ) په واسطه ووژنی په دی واسطه به جنګ هم محوه شوی ، د امریکایانو شتون ته به اړه نه وی د پاکستان او اندیا به شان به پکی اوسنی امریکایی دموکراسی قانون، نظام او پالیسی چلیږی د دی اړه به نه وی چه امریکایان نوره وینه ورکړی او لا په بیلونو ډالر خرڅ کړی
انا الله خبر الماکرین ، پورتنی وینا د نظم نوین چهانی نوی پلانونه او نوی هڅی دی مګر دا چه طالبان به یی په ضد څه کړنی ترسره کوی تر اوسه په بریالیتوب پرمختګ کوی له دی وروسته به هم په الهی الهامو مخی ته روان وی زه باور لرم چه د کابل غلامان به تر امریکایانو دمخه وتښتنی او امریکا به په راتلونکو پلانو بریا ترلاسه نه کړی انشالله

احمدشاه

أنشالله

محمد

آيا په رختيا كورونا وايروس همدومره هلاكونكي ده سومره چ ورته اشتهارات كيژي؟ كه مونگ تر اوسه پوري د كورونا ويروس له امله د مريني كچه وگورو چ تقريبا دري مياشت يي له خكاره كيدلو پوره كيژي نو ددنيا په لر او بر كي ايله سلور زره كسان وژلي دي او تر يو لكو پوري انسانان پدي ويروس اخته شوي چ تر نيمايي پوري بيرته روغ شوي هم دي نو اوس كه مونگ ددي مقابل كي د نورو مصيبتونو په سبب چ كوم هلاكتونه رامنزته كيژي د هغه اندازه وگورو نو په زرگونو چنده زياته ده چ د مثال په توگه په نري كي د هوا د ملوثيدو يعني دمصنوعاتو په ذهري گازاتو د هوا د ملوث كيدلو په سبب چ كومه مرينه را منز ته كيژي كالانه تر شپگ اوو مليونو رسيژي چ پدي حساب دريو مياشتو كي تر يو مليون دير خلك وژني نو ويلي شو چ كوم ذهري گازات چ پدي عصر كي د انسانانو د افعالو په سبب توليديژي او د تنفسي هوا د ككريدو باعث گرزي دير وژونكي انساني عمل دي په نسبت ددي وايروس يا داسي نورو خودساخته وايرسونو.ملگرو كه چا زما مخكيني ليكني لوستلي وي نو ما ديره موده مخكي پدي باره كي خبر وركري وو چ مختلف بيمارياني يا وايرسونه دي چ نن صبا د انسان دخمنو عناصرو (ساينسدانانو)په واسطه جوريژي او د انسانانو د بربادي او خپلو شيطاني مقاصدو لپاره استعماليژي او دا هغه سه دي چ نن صبا د بيولوژيكل سلاح نوم ورته وركول شوي دي يعني د بيماريانو په واسطه د انسانانو عام وژني عملي كار دي چ پدي اخره زمانه كي شيطاني قوتونه ورباندي كار كري دي نو ملگرو پدي اره زما ليكني روان دي چ په دنيا كي د حالاتو باره كي معلومات له تاسو سره شريكه كرو خصوصا پدغو آخرنيو دوه پيريو كي د انقلابي صنعت نه وروسته چ كوم تغيرات په نري كي راغلي ده ددي تولو بدلونونو شاته د كومو شيطاني دلو لاس دي او ددي حقيقت سه ده دا بدلونونه چ د پرمختگ په نظر ورته كتل كيژي كوم چ ظاهرا د انسانانو په گته خكاري اما اصلا د انسانانو او نورو مخلوقاتو او د تول طبيعت په ضرر تمام شوي دي .او دا نني عصر كي چ بالعموم اكثره انسانان له خپلو حدودو تجاوز كري دي او په نري كي يو غير تعادل حالت منز ته راغلي دي او نريوال په يو خراب اقتصادي سياسي او معيشتي نظام لاندي ژوند كولو ته مجبور كرل شوي دي او په تولو انسانانو بد ترين سياسي مذهبي اقتصادي او فوجي جنگي مشران مسلط دي چ تول بشريت يي د فطرت او طبيعت خلاف په ژوند كولو سوق كري دي حالانكه انسانان هم بايد د هغه فطرت مطابق ژوند مخته بوزي كوم چ د قادر متعال او د تولو مخلوقاتو خالق له طرفه ورته تاكل شوي ده. او كه انسانان بيا هم د فطرت او طبيعت خلاف ژوند كولو ته ادامه وركول غواري نو انجام به يي د تباهي او بربادي ماسوا بل سه ندي

الحاج استاذ بیانزی

درنو مسلمانو ورونو د[ اسلام ملت واحد او کفر ملت واحد ]
د قارمول له مخی هغوی چه د کفارو د ګټو د پاره د کفارو سره ملتیا لری او له دی لیاری میلونر او بیلونر شوی هغوی هم کافر دی. خلیلزاد، غنی، کرزی، نجیب، امین او داسی نورو په اسلامی نومونو مه خطا وځی چه مسلمانان دی.
کفر کومو کنځلو ته نه وایی او نه د وینی په اساس یو قوم دی یعنی کفر د یهودو به شان د یوځانګړی قوم نوم دی .
کفر حق پټونی ته وایی، دا حق پټونه که په لویه کچه وی لوی کافر او که په کوچنی کچه وی کوچنی کافر بلل کیږی. په همدی یا نورو پاڼو، تلویزونو او بیلابیلو رسنیو کی لیکونکی او تبصره کونکی چه حق وایی او له حقه دفاع کوی هغوی مسلمانان او څوک چه د اسلام یا حق خلاف څه لیکی یعنی حق پټونه ( کفر ) کوی

محمد

غمي پشتين گپ از اين قرار است كه دل بيقرار است .
بصر دا ويني چ حكومتدار غواري طالبانو ته په نظام كي تر يو وخته غوخينه ونده وركي پدي شرط چ وسله وغورزوي اما د طالبانى خوخه داده چ نظام ددوي خپل نوي كيژدي خو حكومت والا اونورو سياسونو ته هم پكي لگه ونده وركي يا كم از كم ورته په امن ساتلو ورانديز ولري تر نظر شاته نوري خبري به هم وي زما نظر همدومره كفايت كوي

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close