افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان غور ولایت کې د ۷۵ عسکرو د تسلیمېدو  خبر ورکوي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د غور ولایت په «شهرک» ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه اویا دولتي عسکر ورته تسلیم شوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « نن سهار د غور ولایت دشهرک ولسوالۍ اړوند د سرپل ، شریجه ، جام ، ناسفنج، آب راوه ، مرغه استوبه ، دهیک سیمي اوسیدونکي ۷۵ تنه اربکیان دقومندان صاحب خان په سرمشري کې دحقائقو په درک کولوسره داسلامي امارت مجاهدینو سره یوځای شول.»

خبرپاڼه کې وړاندې د تسلیم شویو کسانو پېژندنه راغلې او تر څنګ یې زیاته شوې « مجاهدینو دنو موړو تود هرکلی وکړ ، نوموړو هم کلکه ژمنه وکړه چې نور به د ژوند ترپایه داسلامي امارت مجاهدینو وهمکارۍ ته دوام ورکوي اوپه دې لاره کې به له هیڅ ډول قرباني ورکولو دریغ ونه کړي.»

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د دولتي عسکرو او کارمندانو د تسلیمي لړۍ په بې سارې ډول چټکه شوې.

د تسلیمېدونکو کسانو شمېره وروسته له هغه لوړېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې د لاسلیک په ورځ د طالبانو مشر «شیخ الحدیث ملا هبة الله اخند» په یوه پيغام کې عمومي عفوه اعلان کړه او یاده یې کړه، هر چا چې له دې وړاندې له امارت سره دښمني او جګړه کړې ددوی له لوري ورته عمومي عفوه ده.

طالبان له اوږدې مودې راپدېخوا د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نوم کمېسیون لري، چې په دولتي لیکو کې نفوذ پيدا کولو او د حکومت له صف څخه د کارمندانو او عسکرو د رابېلولو مسئولیت ور له غاړې دی.

طالبانو ته تسلیمېدونکي کسان د هغوی له لوري په ډالیو نازول کېږي او د سر او مال د حفاظت ډاډ ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x