روغتیانړۍ

کرونا ويروس: ايټاليا کې په يوه ورځ ۹۱۹ کسان مړه شوي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹ل): د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوي چې په ايټاليا کې يوازې نن د جمعې په ورځ د مارچ په ۲۷مه له کرونا وبا څخه «۹۱۹» کسان مړه شوي دي.

د کرونا وبا له پېله تر ننه دا په ايټاليا کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه چې د قربانیانو شمېر يې له بل هر ځايه زيات ښودل شوی دی.

په تېرو دریو ورځو کې ايټاليا کې د مړو شمېر په تدريجي توګه مخ پر کمېدو و، خو ننۍ شمېرې يو وار بيا دغه ستونزه جدي وښوده.

ايټاليا کې په ننۍ شمېرې سره د ټولو قربانيانو شمېر له ۹زرو پورته شو، دا له نورو هېوادونو څخه څو چنده لوړه شمېره ده.

بل لوري ته ايټاليا کې له کرونا ويروس څخه د اخته کسانو شمېر هم له چين پورته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x