روغتیا

تاريخي سبق/ ليکوال: صاحبزاده

ناول کرونا-19 وائرس په نړۍ کي اوله وباء نده چي نړۍ يې د پرمختللي طب سره سره په مخ راګرځولو کي پاته ده او ورځ تر بلي د خونړۍ وباء شکل اختياروي, هره ورځ په مرض د اخته کسانو او مړو شمير تر بلي زياتيږي چي د ماهرينو په اند د دوهم جنګ جهاني وروسته تر ټولو لويه غميزه ده.

داسي وباګاني په تاريخ کي نوري هم پيښي سوي دي لکه د څوارلسمي صدۍ د “طاعون” وباء چي څه باندي ۲۰۰ ميلونه وګړي يې ووژل او په ۱۹۱۸ء عيسوي کي “هسپانوي زکام” چي څه باندي ۵۰ ميلونه وګړي يې ووژل.

خو د هسپانوي زکام له امله دوه متاثره ښارونو فلاډلفيا او ايس ټي ليوس نړۍ ته داسي سبق ورکړ چي تر اوسه يې نړۍ د «ايس ټي ليوس ماډل» په نامه يادوي.

اېس ټي ليوس ماډل دي چيشي؟ ددې دپاره ددې تاريخي شاليد ته ځو.

کله چي هسپانوي زکام په ۱۹۱۸ء د سپتمر په مياشت کي و امريکا ته ورسيدي په دواړه ښارونو کي اوله پېښه د سپتمبر په مياشت کي ثبت سوه.

د فلاډلفيا ښاروال مس بې سميته اعلان وکړ چي هسپانوي زکام هم د نورو نزله، زکام غوندي عادي نزله, زکام دي هيڅ د ويري ضرورت نسته, ټولي چاري به په عادي ډول مخ ته وړل کيږي او په ورته وخت کي يې اعلان وکړ چي همدغي مياشت پر28 به يو لوي فوجي پرېډ هم په ښار کي ترسره کيږي.

د صحي ادارو د مخالفت سره سره د سپتمبر په ۲۸ د ماپښين لخوا دوه ميله لوي پرېډ د دوه لکه کسانو په حضور کي ترسره سو او فقط ۲۴ ساعته وروسته ددې پرېډ ۱۱۸ کسان پدې خونړي مرض اخته وه.

درې ورځي وروسته د ښار ټول 31 هسپتالونو کي يو بستر هم خالي نه وو, فقط يوه هفته وروسته ۴۵۰۰۰ کسان پدې مرض اخته وه چي د مرض تر ختميدو پوري چي څه باندي يو کال يې په بر کي ونيوي او د فلاډلفيا ۶۰۰۰۰ کسان مړه سوه. له هره کوره جنازه ووتل، پادريانو د جنازو د اخيستلو څخه انکار وکړ انتظاميه مجبوره سوه چي مړي وسوځي.

په ورته وخت کي چي کله په اېس ټي ليوس اوله پېښه ثبت سوه ښاروال ډاکټر ميکس سمدستي ټول مکتبونه, بسونه, اورګاډي حتي پر جنازو يې هم بنديز ولګوي چي ترڅ کي يې ټول ښار د “ښاروال مرده” نعرې شروع کړې خو ښاروال کرار کرار ټول وګړي تر خپلو کورونو پوري محدوده کړل.

تاسي د ۱۹۱۸ء ګراف وګوري د فلاډلفيا ګراف په ورځني ډول مخ پر لوړه او د ايس ټی ليوس ګراف لاندي روان وويني چي په نتيجه کي يې په ايس ټس ليوس کي د نه څه برابر خلګ مړه او ټوله ښار محفوظ پاته سو.

هسپانوي زکام په ۱۹۱۹ء په اخر کي د امريکا څخه ووتي او نړۍ ته يې دوه سبق پرېښودل، اوس په موږ پوري اړه لري چي ايس ټي ليوس ماډل تطبيقوو او يا د فلاډلفيا غوندي لوي غميزي ته ځانونه سپارو.

په داسي حال کي چي هيواد مو په حساس پړاو کي دی, هيله ده چي طالبان او حکومت دواړه په ګډه ددې وباء په وړاندي جدي ګامونه واخلي تر مخه تر دي چي دا وباء د لوي غميزي شکل اختيار کړي چي بيا به عادي ژوند ته راګرځيدل ډېره لوړه موده وغواړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x