نظــر

د چین نړیوال تجارتي پلان او د امریکا له لوري اقتصادي ضربه

عزام مهاجر

#نوټ: لیکنه اوږده ده، خو ان شاءالله پر لوستلو به یې پښېمان نه شئ.

د چینایانو له لسیزو راهیسي همدا خوراک دی، یاد خوراکونه دا دومره وخت ولي د یو داسې خطرناک وایرس سبب نه شول؟

دا هغه پوښتنه چې شاید د ډېرو د دماغ دروازې ټکوي. او که فکر وشي، ښایي ځواب یې هم ډېر مشکل نه وي. راځئ په ګډه ځانونه ترې خبر کړو.

د چین اقتصادي پرمختګ د امریکا لپاره د خطر زنګ و

د چین اقتصادي پرمختګ او نړیوال تجارت امریکا سخته په وېره کړې ده او په دې مسابقه کې له امریکا څخه چین څو کیلومیتره مخکي وتلی دی. د ۲۰۱۹م کال د اخري احصائیې مطابق چین د ۱۲۴ هیوادونو سره په تجارتي ډول منسلک و، او جوړ کړي شیان یې د نړۍ۱۲۴ هیوادونو ته رسېدل. خو امریکا فقط د ۵۶ هیوادونو سره تجارتي اړیکې درلودې. امریکا د بلیک فرایډې او سائبر منډې په نامه د ورځي ۵.۸ ملیارده ډالر سودا کول، خو په مقابله کې یې چین د ورځي ۱۴.۳ ملیارده ډالرو شیان پلورل. د اقتصاد د دې کچي پرمختګ امریکا دې ته مجبوره کړل چې چین له اقتصادي پلوه د ځمکې ووهي، ځکه چې امریکاپه عراق، سوریه او تازه افغانستان کې د مسلح جنګ تجربه کړې وه او سخت پکې ناکام شوی و، امریکا چې د مادي پلوه کمزورو هیوادونو د مقابلې توان نه درلود، نو په ټیکنالوجۍ سمبال هیواد چین ته یې بیخي زړه نه ښکاوه چې په مسلح ډګر کې ورسره لاس او ګریوان شي، ځکه یې له ورته بیولوژیکي لارې پر چین یرغل وکړ.

کورونا وایرس مصنوعي او د امریکا له لوري استعمال شوی دی

لومړی به د دې خبرې ځیني ممکنه شواهد وړاندې کړو چې د کورونا وایرس مصنوعي او د چین د اقتصاد د ځپلو لپاره امریکا استعمال کړی دی، وروسته به د چین نړیوالو اقتصادي پلانونو ته یو نظر وکړو چې له امله یې د امریکا په نس کې مسلسل درد پیدا کېدی او آخر یې ورته اقدام ته مجبوره کړل.

د یاد وایرس د مصنوعي والي لومړی دلیل خو هماغه پوښتنه ده کومه چې په لومړي سر کې ذکر شوې ده چې چینایان چې له لسیزو راهیسي د مضرو حیوانانو او حشراتو په خوراک بوخت دي، ولي ورته وایرس پکي راپیدا نه شو او خاص په داسې حساس وخت کې څنګه راوټوکېدی چې چین د اقتصادي نړۍ بام ته خیږي؟!

په ډېرو کتابونو کې له پخوا لا د دې پلان یادونه شوې وه چې بشریت به پرې ځپل کیږي، چې له لړ څخه یې The Eyes Of Darkess (د تیارې سترګې) او د هشام طالب کتاب «بناء الکون و مصیرالانسان» دي. یادکتاب دلومړي ځل لپاره د دارالمعرفة بیروت له لوري په ۲۰۰۶م کال کې چاپ شو. هشام طالب په خپل یاد کتاب کې پر ۶۷۱ پاڼه په دوهم فصل کې د «ارهاب المعرفة القاتلة» تر عنوان لاندې لیکي:
«په ۲۰۲۰ کال کې به بیولوژیکي ترهګري ملیونونه انسانان ووژني.»
وروسته د برتانیې د فلکیاتو ماهر مارټن ریس(۱۹۴۳م) چې په برطانیه کې د کیمبرج یونیورسټۍ استاذ و، د کتاب«ساعتنا الاخیرة»(زموږ اخیرې شیبه) کوم چې په ۲۰۰۳م کال کې چاپ شو، په حواله لیکي:
« د نړۍ د ورانونکي وایرس د پیدا کېدلو امکان له ۲۰سلنه څخه ۵۰ سلنه ته لوړ شوی دی. هغه خطرونه چې انسانیت ته ګواښ جوړوي آټومیکه ترهګري او وژونکي وایرسونه دي… دا هر څه به د ځینو اشرارو(؟؟؟) له لوري ترسره شي او یابه د بشري کړنو خطا وي. خو ۲۰۲۰م کال به د بیولوژیکي تېروتنې کال وي چې د ملیونونو انسانانو ژوند به واخلي»(بناء الکون ومصیر الانسان،ص:۶۷۱،ط:درالمعرفة بیروت)

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند او د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی، قاضي فضل الله، چې له مودې راهیسي په شمالي امریکه کې میشت دی، وایي چې دا وایرس د بیولوژیکل جنګ یوه برخه بلل کېدای شي. امریکایي ماهر پروفیسر فرانس لوئل وویل چې د امریکا یوه لابراتوار یاد وایرس د چین د «ووهان» ښار پر یوه لابراتوار وپلوری او له هغه ځای څخه خپور شو. نوموړی د ۱۹۸۹م کال د بیولوژیکي سلاوو د مخنیوي د مسودې لیکونکی دی چې د امریکا له دواړو ایوانونو څخه منظوره هم شوه، همداراز نوموړی د هیومن رائټس یعني بشري حقوقو نړیوال وکیل او ماهر هم دی. نوموړی وایي چې دا وایرس د شمالي کیرولینا له لابراتوار څخه راغی. پینټر کاټن، جنګي امورو څېړونکی او وکیل؛ د کاناډا د مانټریال ښار یو ماهر او د فرانس درې نور ماهرین هم ورته خبره کوي او د دې اړوند د دوی ټولو لیکنې د ۲۰۲۰م کال د فروروي په میاشت کې نشر هم شوې.

د همدې مارچ میاشتې پر ۱۳ نېټه د سپوټنیک انګریزي په نړیواله څانګه کې د چین د وزارت خارجه د ویاند،لیجین ژا، په حواله نشر کړل چې نوموړی دعوه کوي چې کرونا وایرس ښایي د امریکایي ځواکونو له لوري راوړل شوی او د چین په ووهان ښار کې پرېښودل شوی وي.

د دې ترڅنګ د ایران آیت الله خامنه ای هم څو ورځي وړاندې وویل چې یاد وایرس د امریکا له لوري جوړ شوی دی، امریکا ایران ته د وایرس د مخنیوي د توکو وړاندېز کړی خو ایران یې ترې نه اخلي. ځکه چې ممکنه ده چې امریکا د ایران سره د دښمنۍ پر اساس په یادو توکو کې داسې څه استعمال کړي چې دا ناروغي په ایران کې دائمي کړي. د مارچ پر ۲۲ نیټه The Arab News یو خبر خپور کړ چې هم یې د آیت الله خامنه ای خبرې را اخیستي د نوموړي په حواله یې ویلي چې «بیخي عجیبه ده، له یوه لوري امریکا پر ایران کلک بندیزونه لګولي او له بل لوري د داسې ناروغۍ د مخنیوي د توکو وړاندیز ورته کوي چې خپله د امریکا له لوري جوړه شوې ده.»

د یادو ځینو شواهدو او دلائلو پر اساس په پوره باور سره ویل کېدی شي چې یاد وایرس د امریکا له لوري جوړ شوی دی تر څو د چین ملا پرې ماته کړي، یا ښایي خپل ټول مخالفین یې هدف و، چې د چین تر څنګ یې د امریکا سره تل ډغره وهونکی ایران هم په ناوړه توګه وځپی. د امریکا اصل هدف چین و خو په نړۍ کې د خلګو د انتقال له امله کیسه له کنټرول ووته او د امریکا ملګري هیوادونه حتی خپله امریکا یې هم سخته وځپل.

د چین نړیوال اقتصادي پلان

چین د نړیوال اقتصاد چت ته د پورته کېدلو په پار یوه پروژه پېل کړې وه چې B.R.I ورته ویل کیږي او د پخواني چینایي Silk road کړۍ ده. دا مخفف دی د Belt Road Initiative (یعني د کمربندیز سړک نوښت یا ابتکار). له Belt څخه مراد د وچې هغه لارې دي کومې چې د موټرونو او اورګاډو لپاره د تجارت په پار جوړیږي چې اوس یې ورته د The Silk Road Economic Belt (یعني د ورېښمین سړک اقتصادي پټه) ورکړی دی. او له Road څخه مراد سمندري لارې دي کومې چې د بېړیو له لاري د تجارت لپاره جوړي شوي دي، چې د 21st Century Maritime Silk Road (یعني د یوېشتمي پېړۍ د سمندر د کنارې ورېښمین سړک) نوم یې ورکړی دی.

د دې پروژې اعلان د چین د جمهوري ډلې مشر او د چین پاچا ژي چینپینګ په ۲۰۱۳م کال کې هغه مهال وکړ کله چې نوموړي د انډونیشیا او قازاقستان دوره وکړه. چینایي حکومت دا نوښت د سیمه ییز فعالیت او د چین سره د هیوادونو د نښلونې او د یو روښان راتلونکي په اړه غوره ګام بولي. څېړونکي دا د چین له لوري په نړیوالو امورو کې خپل ځان ته د یو داسې اختیار او صلاحیت ورکولو پرېکړه بولي چې تر څنګ به یې چین د نړیوال تجارتي جال مرکز وي. د یادې پروژې د تکمیل تخمیني اندازه ۲۰۴۹م کال ښودل شوی دی چې په همدې کال به د چین د جمهوري ډلې سل کلونه هم پوره شي، دا رنګه به د دې پروژې پوره کېدل د یادې ډلې د سلمې کلیزې د پوره کېدلو سره سمون وخوري.

بنسټیز اهداف

د یادې پروژې د بنسټیزو اهدافو په توګه لاندې امور یادیږي:
یو داسې متحد لوی تجارتي مارکیټ جوړول چې د کورنیو او بهرنیو شیانو په پراخه پېمانه پېر او پلور پکې وي. د کلتوري امورو تبادله، مشترک تفاهم او د غړو هیوادونو یو پر بل باور او اعتماد. د تجارت او پراخې شتمنۍ لپاره ځیرک اتحاد او د ټیکنالوجۍ مراکز ابادول.
لومړۍ توجه به په دې کار کې بنسټیز لګښت، تعلیم، تعمیراتي مواد، د اورګاډي لین، عمومي او لوی سړکونه، موټران، غیرمنقوله املاک، برېښنایي مراکز او واپډاوي، اوسپنې او چادرونو ته وي. پر نړیواله کچه پوهان او څېړونکې دا په تاریخ کې د لګښت او آبادۍ تر ټولو ستره پروژه بولي، چې له ۴ څخه تر ۸ ټریلیونه ډالرو مصرف اندازه ورته شوې ده او تقریبا له ۶۸ څخه زیاتو هیوادونو ته رسیږي او د نړۍ د ۶۵ سلنه آبادۍ سره د تجارتي او تعلقي لین نښلول دي.

پر وچه د پروژې پلان

• نوی آسیایي ـــ یورپي ځمکنی پل، چې د قازاقستان له لارې له لوېدیځ چین څخه غځیږي تر لوېدېځې روسیې پوري. همدراز د سلک روډ د اورګاډي لین چې د چین له ژینجیانګ آزادې سیمې څخه د قازاقستان په لور تېرېږي او له هغه ځای څخه بیا روسیې، بیلارس، پولینډ او آخر جرمني یعني یورپ ته رسیږي. د دې پروژې په ترڅ کې به له کسپین /قزوین بحیرې څخه د ګیس او تیلو پیپونه هم چین ته غځول کیږي.
• د چین ـــ منګولیاـــ او روسیې دهلیز، چې له شمالي چین څخه د روسیې تر لري پراته ختیځ پوري رسیږي.
• د چین ـــ منځنۍ اسیاـــ لوېدیځې اسیا دهلیز، کوم چې له لوېدیځ چین څخه ترکیې ته غځیږي.
• د چین ـــ انډوچینا جزیرې دهلیز، کوم چې له جنوبي چین څخه سینګاپور ته غځیږي.
• د چین ـــ پاکستان اقتصادي دهلیز/راهداري. دا د پاکستان له لارې تقریبا د ۶۲ ملیارده ډالرو پروژه ده چې هدف یې په تیزي سره د پاکستان د ترانسپورتي جال ماډرن کول، بریښنایي مراکز او پیاوړی اقتصاد دی. پر دې پروژه هغه مهال په جزوي ډول عملا کار پیل شو کله چې د ۲۰۱۶م کال د نومبر پر ۱۳ د چین سامان د پاکستان له لوري د ګوادر بندرګاه ته راوړل شو تر څو له هغه ځایه په بېړیو کې افریقا او لوېدیځي اسیا ته انتقال کړل شي. د دې پروژې په ترڅ کې له ګوادر څخه یو د اورګاډي سړک او یو لوی او عمومي سړک/های وې تر چین پوري غځیږي چې د چین سامان په اسانۍ سره د وچي له لاري ګرمو اوبو ته را انتقال کړل شي او د سمندریز ورېښمین سړک سره یې ونښلوي. د دې پروژې له امله د پاکستان کورنیو توکو ګرم بازار ومونداو د اتو کلونو په مختصر وخت کې یې زیات پرمختګ وکړ. چین ته یې دومره فایده ورسول چې د نړۍ له لسو لویو سترو پروژو څخه ۷ د چین له لوري روانې دي او له منځني ختیځ څخه یې د ګیس او تیلو د انتقال لپاره بې کچي لنډه او اسانه لاره وموندل چې له منځني ختیځ څخه ګوادر ته راځي او بیا د پاکستان له لارې سیده چین ته پر وچه رسیږي.

د چین سمندریز سړک

د سمندر د غاړې ورېښمین سړک د بندرګاوو یوه لړۍ ده چې د جنوبي چین له سمندر څخه پیلیږي او په سمندر کې د میانمار، انډونیشیا، سري لنکا او پاکستان له مهمو بندرګاوو سره نښلي او له دې څخه بیا تېریږي د منځني ختیځ لور ته او ټولو خلیجي هیوادونو ته رسیږي. بله څانګه یې له انډونیشیا څخه غځیږي او په بحر هند کې له تېرېدلو سره افریقا ته غځیږي، له هغه ځای څخه په خلیج عدن کې بحیره احمر یا سرې بحیرې ته او بیا بیرته یورپ ته رسیږي چې دا رنګه د چین دا سمندریزه تجارتي لاره په یورپ کې د چین د وچې تجارتي لارې سره وصل کیږي او دا چینایي تجارتي پلان په اسیا، افریقا او یورپ یعنې درو سترو وچو کې یو حلقوي شکل جوړوي.

په دې لړۍ کې بې شمېره داسې هیوادونه شته چې اقتصاد یې زیات کمزوری دی، په دومره لویو پروژو کې د پانګونې لپاره بې ساري لګښت ته اړتیا لري چې له نړیوال بانک څخه د منظورۍ لپاره یې ښایي ډېر وخت او ځنډ نیولی وای، چې په دې سره به د پروژې کار زښت ټکنی شوی وای. د کار د ګړندي کولو لپاره چین داسې هیوادونو ته پر ډېرو محدودو شرائطو باندې د پور ورکولو وړاندېز وکړ. د دې ترڅنګ یې د ډیرو مطلق العنان حکومتونو، پوځي رژیمونو او د نړۍ د فاسدو نظامونو سره تړونونه وکړل، چې له ډېرو څخه بیخي هیله هم نه کیږي چې بیرته دي دومره درانه پورونه اداء کړي.

د داسې هیوادونو سره د تړون او د قرض د نه اداء په صورت کې د جبیرې لپاره چین بل اقدام وکړ، مثلا د سري لنکا په بندر کې چین یو نیم ملیارد ډالر لګښت وکړ، خو په ۲۰۱۷ کې دا یقیني شوه چې سري لنکا د یاد پور له اداء کولو څخه قاصره ده. نو چین یاده بندرګاه له سري لنکا څخه د ۹۹ کلونو لپاره د یاد لګښت په بدله کې په اجاره واخیستل او کنټرول به یې ټول د چین د حکومت په لاس کې وي. پاکستان هم چې اقتصاد یې د جمود سره مخ او حکومت یې له درغلۍ ډک دی، د تړون په بدله کې یې د ګوادر بندرګاه د ۴۰ کلونو لپاره په اجاره ترې واخیستل. همداراز یې د میانمار او جبوتي سره وکړل.

د سمندر پر غاړه د پرتو هیوادونو څنډي او د چین له طرفه ابادې شوې بندګاوي څېړونکي د ملغلرو یو امیل بولي. همدا لامل دی چې سره د دې چې چین د خپل قرض د بیرته حصول تمه نه لرل، بیا یې هم په پردیو هیوادونو کې دومره لګښت وکړ، ځکه چې چین ډېر مهم او ستراتیژیک مقاصد تر لاسه کړل او د بېلابېلو هیوادونو سره یې د تجارت لینونه ونښلول، ګرمو اوبوته یې په اساني سره د مختلفو لارو څخه لار وموندل او د نړۍ د درو سترو وچو سره یې خپل تجارت او آمد ورفت وصل کړ.

له یوه لوري چین په دومره واضح ډول په تجارتي کچه پر نړۍ راڅرګند شو او په پراخه کچه یې لګښتونه وکړل. له بل لوري امریکا، چې له لسیزو راهیسي د نړۍ سپر پاور ده، د نړۍ په ډېرو سیمو کې په جګړو بوخته ده او د دومره پانګوني توان نه لري، چې د پانګوني نه کولو په صورت کې په نړۍ کې خپل اثر و رسوخ بایلي او چین په دې مسابقه کې ترې پرمختګ کوي چې له امله یې غالب ګمان و چې چین د نړۍ د زبر ځواک کېدلو اعلان وکړي او امریکا نور له دې سټیج څخه ښکته کړي.

همدا ځیني عوامل دي چې د امریکا په نس کې یې تل درد پیدا کړی دی او له زغمه یې ووتل، بالآخر یې د چین د را پرزولو او اقتصادي ضربې په پاره د یاد وایرس له استعمال څخه کار واخیست چې په ملیاردونو ډالره زیان یې ور واړاوه، ټول هیواد یې جامد او هر څه کاروبارونه، کارخانې او پروژې یې پر ځای ودرېدې او په څه نا څه ډول یې سینه پرې یخه کړه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Sallamoona
Muhajar Saib you are thinking very deeply
You must be very smart
But if we look at it today then we can say that
CHAH KAN KHODASH DAR CHAH AST

الحاج استاذ بیانزی

مهاجر صاخب الله ج دی اجرونه درکړی ستاسی معلومات چه له بیلابیلو مواخدو مو ترلاسه کړی، د اوسنی وخت د شرایطو له مخی د باور وړ دی زه به یی هم په اړه څه ولیکم :
له کوچنیوالی مو د اتومی او ذروی وسلو په ځنګ کی د بیالوژیکی وسلو یا جنګو نوم اوریدلو ، حیران به وو چه بیالوژیکی جنګ یعنی څه ؟
تر دی چه لوی شو او لوړی زده کړی مو په برخه شوی او د بیالوژیکی وسلو په ماهیت پوه شو چه لابراتوارو کی به د نارغیو عاملین جوړیږی، د ځانګړی وخت او ځانګړی هیواد باندی د کارولو د پاره به یی په خپلو نظامی لابراتوارو کی ساتی او په ځانګړی کلو او ځانګړو هیوادو به یی د خبلو استعماری موخو ترلاسه کولو د پاره کاروی
مګر په عمله بڼه کی مو اوس ولیدله، داسی نه چه مخکی به نه وو کارول شوی مخکی هم کارول شوی وو. د مثال په ډول اروپایانو چه د امریکا لویه وجه غصبوله د هغه ځای اصلی یا بومی خلک د سرو هندیانو په نامه یادیدل هغوی وحشی انسانان نه وو مګر د اروبایانو په شان یی پرمختګ نه وو کړی، صادقه خلک وو د اروپایانو په بدو نیتو او دشمنیو نه پوهیدل اروپایانو ته به یی میلمیستیاوی کولی او فیلمرغان به یی ورته وریتول، اروپایانو د دی په ځای چه مننه یی وکړی په تحفه کی به یی ورته هغه کمپلی ورکړی چه په کوم ډول ناروغیو الوده او مصاب شوی وی نو د هغو کمپلو په کارولو به ټول سهار مړه پراته وو په دی ډول یی په میلونو خلک ووژل او بی له کوم مقاومت یی د امریکا لویه وچه خپله او هر چا پکی د خپلی توانایی په تناسب لوی او واړه هیوادونه جوړ کړل.
داسی نور مثالونه به هم وی مګر مونږ ته یی معلومات نشته .
د کرونا وایزوس په اړه :
هو، کرونا ویروس د امریکا له خوا جوړ شوی او په چین کارول شوی لکه تاسی چه ورته ګوته نیولی ، له هماغه ورځی چه ترمپ ریس شوی دا خبره به یی کوله چه زه به د چین اقتصاد ته د سقوط سره مخ کوم ځکه چه امریکا زمونږ د اقتصاد مخه نیولی.
کله چه چین کی دا ویروس راشکاره شو څو زره چینایان یی قربانی شول دا یو اړخ مګر په څنګ کی د چین څخه وتل راوتلو بزنس په ټپه ودرید حتی چین کی دننه دکلینو او ښارونو تر منځ هر څه په ټپه ودریدل او سربیره پردی په قرنطین او داسی نورو یی په بیلونو او تریلونو ډالر مصرف شول ښکاره خبره ده چه د چین اقتصاد څو کاله شاته ولوید.
وایی د غله او قاتل له خولی خامخا یو څه ویل کیږی او یا ځینی شواهد تر لاسه کیږی چه متهم په مجرم بدلیږی مثال په ډول یو قاتل قتل کوی ویښته یا د وینو څاڅکی یی لویږی د ډی ان ای له مخی قاتل معلومیږی او یا قاتل کلی کور ، خپلوانو ، دوستانو ته د قتل په اړه یو څه وایی پولیس له هغو هم شک په یقین بدلیږی. او داسی نور.
په همدی ډول ترمپ د ( کرونا وایروس ) ته د [ چینا وایروس ] نوم ورکړو، مطلب یی دا هم وو چه چینایان نظافت نه مراعتوی، هوایی الوده شوی چه له امله یی نړیوال بیه پری کوی مطلب یی دا هم وو چه د دغه وایروس به اړه څوک امریکا ته ګوته ونه نیسی چه دا امریکا جوړ کړی او په چینا یی وکارولو کروونا ته یی د چینا وایروس نوم ورکړو چه څوک ورته امریکایی وایروس نوم وانه اخلی .
د چین خارجه وزارت ویاند اجتجاجیه وینا کی وویل چه امریکا باید د چین په ځای ورته امریکاییی وایروس نوم اخستی وی دا امریکا جوړ کړی وایروس وو په دی اړه به مونږ پلټنی جاری ساتو معلوم کړو چه دا وایروس په څه ډول چین ته راوړل شوی تر هغی چه مونږ نهایی نتییجی ته رسیږو امریکا باید خپلی خولی ته ډانګی په لاس ودریږی بخښنه کوی چه تبصره لږه اوږده شوه

محمد

آيا په رختيا كورونا وايروس همدومره هلاكونكي ده سومره چ ورته اشتهارات كيژي؟ كه مونگ تر اوسه پوري د كورونا ويروس له امله د مريني كچه وگورو چ تقريبا دري مياشت يي له خكاره كيدلو پوره كيژي نو ددنيا په لر او بر كي ايله سلور زره كسان وژلي دي او تر يو لكو پوري انسانان پدي ويروس اخته شوي چ تر نيمايي پوري بيرته روغ شوي هم دي نو اوس كه مونگ ددي مقابل كي د نورو مصيبتونو په سبب چ كوم هلاكتونه رامنزته كيژي د هغه اندازه وگورو نو په زرگونو چنده زياته ده چ د مثال په توگه په نري كي د هوا د ملوثيدو يعني دمصنوعاتو په ذهري گازاتو د هوا د ملوث كيدلو په سبب چ كومه مرينه را منز ته كيژي كالانه تر شپگ اوو مليونو رسيژي چ پدي حساب دريو مياشتو كي تر يو مليون دير خلك وژني نو ويلي شو چ كوم ذهري گازات چ پدي عصر كي د انسانانو د افعالو په سبب توليديژي او د تنفسي هوا د ككريدو باعث گرزي دير وژونكي انساني عمل دي په نسبت ددي وايروس يا داسي نورو خودساخته وايرسونو.ملگرو كه چا زما مخكيني ليكني لوستلي وي نو ما ديره موده مخكي پدي باره كي خبر وركري وو چ مختلف بيمارياني يا وايرسونه دي چ نن صبا د انسان دخمنو عناصرو (ساينسدانانو)په واسطه جوريژي او د انسانانو د بربادي او خپلو شيطاني مقاصدو لپاره استعماليژي او دا هغه سه دي چ نن صبا د بيولوژيكل سلاح نوم ورته وركول شوي دي يعني د بيماريانو په واسطه د انسانانو عام وژني عملي كار دي چ پدي اخره زمانه كي شيطاني قوتونه ورباندي كار كري دي نو ملگرو پدي اره زما ليكني روان دي چ په دنيا كي د حالاتو باره كي معلومات له تاسو سره شريكه كرو خصوصا پدغو آخرنيو دوه پيريو كي د انقلابي صنعت نه وروسته چ كوم تغيرات په نري كي راغلي ده ددي تولو بدلونونو شاته د كومو شيطاني دلو لاس دي او ددي حقيقت سه ده دا بدلونونه چ د پرمختگ په نظر ورته كتل كيژي كوم چ ظاهرا د انسانانو په گته خكاري اما اصلا د انسانانو او نورو مخلوقاتو او د تول طبيعت په ضرر تمام شوي دي .او دا نني عصر كي چ بالعموم اكثره انسانان له خپلو حدودو تجاوز كري دي او په نري كي يو غير تعادل حالت منز ته راغلي دي او نريوال په يو خراب اقتصادي سياسي او معيشتي نظام لاندي ژوند كولو ته مجبور كرل شوي دي او په تولو انسانانو بد ترين سياسي مذهبي اقتصادي او فوجي جنگي مشران مسلط دي چ تول بشريت يي د فطرت او طبيعت خلاف په ژوند كولو سوق كري دي حالانكه انسانان هم بايد د هغه فطرت مطابق ژوند مخته بوزي كوم چ د قادر متعال او د تولو مخلوقاتو خالق له طرفه ورته تاكل شوي ده. او كه انسانان بيا هم د فطرت او طبيعت خلاف ژوند كولو ته ادامه وركول غواري نو انجام به يي د تباهي او بربادي ماسوا بل سه ندي

محمد

امريكا او چين په يو پروگرام روان دي يعني چين يا روس يا كوم بل دولت نشي كولي چ له نريوال پروگرام مخالف آزادانه حركت وكري دا كومه تكنالوژي چ چين جوروي دا ددي خپل اختراع نده بلكه ورته سمپل وركول كيژي او بيا دوي جوروي مطلب له زانه اختراع نكوي بلكه نقل يي د موافقي پر اساس جوروي زكه چ چين د نفوس او موقعت له پلوه ديته مناسب مملكت ده چ په كم مصرف باندي كولاي شي انساني كارگران ولري نو همدا يي علت ده چ ديري فابريكي پكي جور شوي چ اصلي واك يي ددنيا د سرمايه دارانو په لاسونو ده
دا چي نري له آخري انقلابي صنعت نه وروسته په مكمله توگه بدلون وموند او د ژوند تول چاري په مصنوعاتو متكي شول حتي د خوراك او سخاك شيان د طبعي پر زاي مصنوعي شو نو دا نري د يوي خاصي شيطاني طبقي چ فريمسنان(معماران،ساينسدانان)او الومناتي (روشنفكرانو،سياستمداريانو) په قبضه كي شول او دا هغه خلك دي چ ددنيا تول معاملات يي داسي منظم كرل او داسي نظامونه يي جور كرل چ ددوي دخوخي په گته او منافعو وسرخي له نيوتن ،بنجامين فرانكلين، جورج واشنگنتن ،(تامس إديسون د برقي شيانو مخترع )تر انوشتين او (جك پرسونس د امريكي ستلايت ساحر اوانجنير )او گاندي قيد اعظيم پوري دا دجالي او شيطاني گروپونو غري دي چ زانونه د پرمختگ او د نري د روخانولو تيكه داران بولي او خپله ريشه د سليمان ع دزماني ديوانو او ماهرو شياطينو (انجنيرانو)پوري رسوي (كل بناء و غواص و آخرين مقرنين في الأصفاد) سورة ص القرآن او تر هغه مخكي د فرعوني تمدن مصريانو ساحرانو پوري زانونه د هغوي لارويان بولي دا تول هغه مشهور خلك دي چ د همدي شيطاني گروپونو غري ول او ددنيا د طبيعت او بشريت په بربادولو كي سره شريكان ول او دي دشيطاني ايجاداتو ماهرين چ زانونه د شياطينو او ما فوق الفطرت موجوداتو شاگردان بولي په حقيقت كي د هماغه شياطينو شاگردان دي چ د سليمان ع پواسطه دبحرونو په منز كي په زنجيرونو ترل شوي وو.
كيداي شي دوي سره مستقيم جنگ كي هم ونخلي او د وخت سره قاغذي دالرونه هم له مينزه لار شي اما دا هغه سه دي چ دوي خپل پروگرام كي لري نو مطلب مي دا وو چ نري كي چ اوس كوم حالات دي دا تر ديره حده د يوي نقشي مطابق روان دي چ دير خلك ورباندي نپوهيژي هو دا چ خداي سه پلان لري هغه خداي خپله دير خه پوهيژي خو اوس دويته مهلت وركرل شوي ده سنگه چ ويل شوي وو

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close