افغانستان

د اروپایي اتحادیې سفیر-غني ته:روان سیاسي بحران ته باید ژر تر ژره یو حل پیدا شي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۹وری، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر د یو شمېر اروپايي هیوادونو له  سفیرانو سره په ګډه له «اشرف غني» سره د نوموړي په غوښتنه لیدلي، هغه ته یې د روان سیاسي بحران په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ترې غوښتې يې دي، څو ژر تر ژره دې کړکېچ ته یوه حل لاره پیدا کړي.

د اروپایي اتحادیې له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې د اروپايي اتحادیې سفیرانو د «افغانستان له اسلامي جمهوریت »او د افغانستان د خلګو له غوره راتلونکې ټینګ ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د افغان سولې په برخه کې به بشپړه همکاري کوي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي « موږ د روان سیاسي بحران او د تشدد د زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار مو وکړ، چې روان سیاسي کړکېچ باید پرته له ځنډ ژر تر ژره حل شي او ټول اړخونه پکې برخې اخستلو ته راوبلل شي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، په افغانستان کې د کورونا غوندې وباء خپرېدل د سیاسي بحران د حل هڅې نورې هم جدي کوي.

بل لور ته له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني د اروپایي اتحادیې له سفیرانو سره د ناستې په مهال هغوی ته د بین الافغاني مذاکراتي ټيم په اړه مالومات ورکړي او هغوی ته یې ویلي، چې ټاکل شوی ټیم د ټولو اړخونو استازیتوب کوي او بېلا بېل اړخونه پکې راټول شوي.

د ارګ د خبرپاڼې په بنسټ، اشرف غني له طالبانو سره د مذاکراتو او په دې لاره کې د پرتو «خنډونو» په اړه هم د اروپايي اتحادیې له استازو سره غږېدلی.

غني وروسته له هغه د اروپايي اتحادیې استازي را غواړي، چې د غني او عبدالله تر منځ د جوړجاړي په موخه کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» سفر بې پایلې شو او نوموړي له حکومت سره کېدونکې یو میلیارد ډالري مرسته وګرځوله.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close