افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان د حکومتي بندیانو لست نیمګړی بولي، خو حکومت وایي، پروسه ډېره پېچلې ده تبصره زیان کوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۹وری، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ له شوې موافقې سره سم د پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي زندانیانو د خلاصون د پروسې عملي پيل تر بل هر وخت نږدې شوی ښکاري، طالبان وایي، حکومت د خپلو بندیانو په اړه بشپړ مالومات نلري او نیمګړی لست یې دوی ته سپارلی.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» بي بي سي ته ویلي، دوی ته د حکومت له لوري په سپارل شوي لست کې د بندیانو نومونه او ادرسونه نیمګړي دي او حتی د  ځینو داسې بندیانو نومونه هم پکې شته چې له وړاندې له داعش سره په جګړه کې وژل شوي.

د ذبیح الله مجاهد ددې څرګندونو په جواب کې د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» ویلي، دا پروسه پېچلې او تخنیکي  ده او «نامسئولانه» تبصرې د سبوتاژ سبب ګرځي.

د فبصل په خبره «طالبانو لا هم له اوربند سره هوکړه نه ده کړې، بلکې د افغانستان د خلکو پروړاندې یې تاوتریخوالی لا ډېر کړی چې لا ډېر خلک یرغمل ونیسي. او دا موضوع لامل شوې چې د بندیانو شمېر همیشه د بدولون په حال کې وي.»

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید اتلس ورځې وړاندې «د مارچ په لسمه» پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان خلاص شوي وای، خو په دې لاره کې د کابل حکومت له لوري د خنډونو اچولو دا پروسه وځنډوله او درې ورځې وړاندې پرېکړه وشوه، د بندیانو د خلاصون پروسه به د مارچ په ۳۱ مه نېټه عملا پیلېږي او په لومړي قدم کې به سل تنه طالب زندانیان خلاصېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

خری ته ګوره او د صحرا شپی ته ګوره ،
غلام غنی ته ګوره او د هغه پریکړی په ضد خنډونو او ځنډ اچولو ته ګوره.
د قطر خبری چه د یوی اونۍ په ځای ۱۴ میاشتی اوږدی شوی هدف یی همدغه چه که طالبان په رسمی یا غیر رسمی ډول ( ځینو ته ځینی په بیه واځلی ) قانع کړی چه د غلامی اداری سره مخامخ خبری وکړی چه له امله به یی غلامه اداره او اشغال مشروعیت او رسمیت ترلاسه کړی طالبانو ونه منله اوس یی غلام غنی ته دستور ورکړی چه که طالبان د بندیانو په نه خوشی کولو مجبوره او لږ تر لږه د بندیانو په تبادله او خوشی کولو کی یی د غلامی اداری سره خبرو کولو ته مجبور کړی.
زه باور لرم چه طالبانو ته هره شیبه او هر ډول حالاتو او شرایطو کی الهام کیږی او د کفارو ، ګود شیطان او غلامانو دسیسی ، دروغ او درغلی ورمعلوموی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close