شعـــــرونه

حمد شريف/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

کاڼي بوټي او صحرا دې ثناء وایي
تورې شپې او هم رڼا دې ثناء وایي

لمر سپوږمۍ او راڼه ستوري دې کړي ذکر
که زمین دی که سماء دې ثناء وایي

مخلوقات که نباتات که کائنات دي
اِنسُ جِن، اوبه دریا دې ثناء وایي

سپېنې تورې  سنګرونه  تکبیرونه
د شهید لالي موسکا دې ثناء وایي

وریځې سپېنې تورې اوړي او تا ستایي
که باران دی که بریښنا دې ثناء وایي

که مرغان دي که ماهیان دي ستاصفت کړي
هر ساکښ او هر ااشیا دې ثناء وایي

خوار بنده(تپاندزُهاد)دې ثناءخوان دی
هم په ورځې هم بیګا دې ثناء وایي

تپاند زُهاد

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close